عبدالوحيد وحيد
شک نشته چې پخوانى ولسمشر غني په مختلفو نړيوالو پوهنتونو کې د استاذ په توګه، د اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې د ښه نوښتګر په صفت، د ماليي وزیر د کابل پوهنتون د رئیس او د ولسمشري په اوله دوره کې د ولسمشر په توکه ښه شاليد لري او په نړيوالو کنفرانسونو کې ښه ويناوال او لابي کوونکى وو. زه له تحفظاتو سره سره د يوه افغان په توګه په پورته يادو شويو برخو کې د نوموړي په وړتیا باندي اعتراف کوم.
البته د دوهم ځل ولسمشريزو ستونځمنو ټاکنو له جنجالي ګټلو وروسته د نوموړي کړنې مطلقاً د سولې او ملي ګټو په مقابل کې روانې وې او راته د منلو وړ نه دي. له واک سره د نوموړي افراطي مينې، سولې ته په واک کې د پاتې کېدو په صورت کې اهميت ورکولو، له بهر څخه د مفسدينو او مجهول الهويت اشخاصو راوستلو، فساد ته د ودې ورکولو، د ملي نزاکتونو په برخه کې نابلدتيا او بالاخره د خپلو فاسدو ملګرو په لمسه له کابل څخه تېښتې ته هڅولو نوموړى په کور د ننه او نړيواله کچه بدنام کړ.
له څو لسیزو راهیسې زموږ سياستوال په ملي کچه د فکري وړتيا درلودلو له بحران سره مخ دي. واک ملت ته د اسانتیاو برابرولو پرځاى د شخصي امتیازاتو ترلاسه کولو سرچينه ګڼي. په مسلسل ډول واک ته د انحصاري بڼې ورکولو او د نورو د نفى کولو سياستونو له تباهي سره مخ کړي يو. د افغانستان لپاره د بن په لمړۍ غونډه کې امارت د استازو نشتون ستره نيمګړتيا وه چې د نوي نظام بنسټونه کمزوري کيښودل شول او ناامنيو ته يې لاره پرانسته. د انحصار او د نورو د نفى کولو سلسله اوس اوج ته رسېدلې ده.
له ملاحظو سره سره په تېره شل کلنه دوره کې جمهوري نظام د افغانستان د خلکو د بې شمېره قربانيو او د نړيوالې ټولنې د مالي مرستو ستره لاسته راوړنه وه. نسکورېدل يې داسې فاجعه وه چې د افغان ولس نه ختمېدونکي تراژيديو ته يې يو تازه موړ ورکړ.
له هر ډول شک پرته د تير کمزوري، ويشلي او پاشلي نظام د نسکوريدو لمړني مراحل د امریکا لخوا د دوحې په مذاکراتو کې د کابل د حکومت له نشتون څخه پيل شول او په ١٥ اګست ٢٠٢١ يې د نسکوريدو اخري مرحله هم بشپړه شوه. له غني او ملګرو څخه يې د واک حرص د سقوط د مخنیوي وړتیا سلب کړي وه او په غلطو محاسبو يې باور درلوده.
د نظام د نسکوريدو بل لامل د جنګسالارانو او له لويديځ څخه د راوستل شويو عناصرو ترمنځ د فساد او واک په سر ناندریو له امله د ادارو ترمنځ د همغږي نشتون وو چې د نظام د پياوړي کولو مخه يې ډب کړي وه. دا هغه نيمګړتياوې وې چې کابل ته د طالب ځواکونو تر ننوتلو وړاندې يې د نظام لړزانده مراندې ورستې او عملاً نظام فلج کړى وو.
د ولسمشر له تېښتې څخه وړاندي ولايتونو يو پر بل پسې سقوط کړى وو. د ولسمشر مرستيالانو د امنيتې سيکتور وزيرانو، پهلوان دوستم، امپراتور عطا او د جګړې د کرښو قومندانانو لا د مخه د تېښتې لاره خپله کړې وه. نظام په طبعي مرګ محکوم وو، خو طالبانو د کوما په حالت کې اکسیجن ته له پروت مريض نظام څخه اکسیجن لرې کړ او نظام ختم شو.
د تأسف مقام دادى چې ولسمشر غني د اعلى سرقومندان په توګه ولې ددغه شان سناریو رامنځته کيدو فکر او مخنیوى ونکړاى شو؟ ولې يې د سولې په هکله جرئتمندانه ګامونه پورته نه کړل؟
که د سقوط جريان په يوه جمله را لنډ کړم نو داسې وايم؛
د بن غونډه کې غلط بنياد کيښودل شو، زورواکانو نظام کمزورى کړ. خليلزاد د نسکورولو لپاره باروت ورلاندې کيښودل، سياستوالو د کرزي په شمول بده تمه وکړه، غني، مرستيالانو او دارودستې يې د نظام په هوا ولاړ ديوالونه ونړول او طالب د خيالاتو په څپو کې چيغې کړې چې ماته مو نړئ کړه، خو په ډګر کې يوازې موږ ټوټه ټوټه پراته وو.
اوس غواړم له سقوط څخه وروسته سناریو باندي خبره وکړو او وګورو چې څه مو بايلود او څه مو ترلاسه کړل. دا وضاحت خورا اړین دى چې نه پخوانى نظام په واقعي توګه د ولس د استازيتوب دعوه کولاى شواى او نه اوسنى نظام د ولسي ارادو ممثل ګڼلاى شو، نه پخواني نظام کفري وو او نه هم اوس د عدالت او اهليت پربنسټ ولاړ د اسلامي نظام نافذ دى.
هغه پخوانى له اخلاقي انحرافاتو ډک او د معاملاتو مرکز ارګ اوس نشته. د هغو زورواکانو او جنګسالارانو په دوربين کې هم څرک نه لګيږي چې کله به يې ولسمشر ته اخطارونه ورکول، چا به د ارګ نيولو او چا به هم د حکومت د نسکورولو ګواښونه کول. داسې زورور نه ليدل کېږي چې د اسلامي امارت لخوا ټاکل شوي والي ته کږه سترګه ورواړوي. هيواد کې له ميشتو توپکيانو څخه يې سمدم ملايان جوړ کړي دي. داسې زوى مور نه دى راوړى چې د زور خبره وکړي او ولس دغو ټولو ځانګړتیاو ته خوشحاله دى.
څرګنده خبره چې خورا ژورې ستونځې هم شته. اساسي قانون، منل شوى نظام، تفکیک د قواوو، ازادې رسنئ، ولسي مشارکت، کورنى او بهرنى مدونه تګلاره او د ادارو چلولو لپاره مسلکي خلک شتون نه لري. د انحصار تر ټولو پرمختللى ويرژن حاکم دى، د ګمارلو لپاره ملګرتیا او انډيوالي معيار دى، ادارات تقریبا فلج دي، ولس د نړيوالو خيراتونو ته ناست دى، له شپږم تر دولسم ټولګي پورې د انجونو ښوونځي بند دي. له خپل ملت او نړيوالې ټولنې سره د تفاهم مشترکه ژبه لاهم نشته او د نظام د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره خپل ولس ته د مراجعې پرځاى پرديو ته زارئ کوو.
دعوې د خپلواکي او استقلال کوو خو تيره اونئ مو په شيرپور کې د ټولو دعوو، هوايي خيالاتو، کاذب غرور او د خپلې بيوسي ننداره وکړه. باید ومنو چې دا نه لمړى برید. وو او متأسفانه اخري برید هم نه ښکاري. له امير نيولې تر عادي افغان پورې د پرديو له بريد څخه د مصئونيت ژمنه نشو کولاى. هوايي حریم مو په خپل واک کې نه دى.
بديل نه وينو، خو په شدت سره د سمون او بدلون لپاره مبارزه کوو. په ملي او نړيواله کچه د مشروعیت ترلاسه کولو او خپلو ستونځو د حل لپاره د واک د مشروع ويش په شمول سترې پريکړې غواړو خو د پخواني نظام د بيرته راتلو ارمان قطعاً نه کوو.
له اوسنيو چارواکو څخه مو په اوسنيو شرايطو کې هيله ده چې د حذف سياست تباهي راوړي. په تېرو دولسيزو کې مو وليدل چې منفي طالب حکومت نه جوړيږي او له تير يو کال څخه باید پوه شوي واى چې يوازې طالب هم حکومت نشي کولاى.
که مو په ټولنه کې د وژلو لپاره د جواز د لټون پرځاى د ژوندي پاتې کېدو لپاره د فتوا د لټون هڅه وکړه، که د مخالف اړخ د حذف کولو پر ځاى مو د هغوى خپلولو فکر وکړ، که د تبعیضي چلن پرځاى مو پراخ ليدلورى خپل کړ، که د انحصاري فکر پرځاى مو د مشارکت روحيه پياوړي شوه، که د تنګ نظري پرځاى پراخ فکر خپل کړ، که د پښتون تاجک هزاره او ازبک پرځاى مو د افغان تورى کارول زده شول، که د نورو خلکو د ازادي سلبولو پر ځاى مو د خپلو عيبونو په ختمولو باندي غور پيل کړ او که د يرديو د خوشحالولو د هڅو پرځاى مو خپل ولس ته لمن وغوړوله نو بس هيواد جوړيږي ولس اباديږي خپلواکي مو نصيب کيږي او په هسکه غاړه ژوند کولاى شو.
سلام
الف دسیاسی نظام ایجادول:
وایی عاقل چرا کند کا ری که عاقبت ار د پیشیمانی! یوه ستراتیژی دپلان عملی کولو ته مناسبې تګلارې انتخابویی، چې دهېواد ټول عامه سونزې په کې بسیا شی .« وخت او زمان چې په هغه کې اقتصادی ستراتیژی اونږیواال معیارونه رامنخ ته شی» خو غی دغه ستراتیژی نه درلوده داسمه ده هغه استاد ولې چېرې اوکومه برخه لئکچرر وه؟کوم پوهنتونونه چې کدری نصاب او امتیازته اهمیت وړکوی هلته د استاد استخدام د لکچرر په توګه کار موندل ساده کار نه دی. ځینی پوهنتونونه بیا له خپلې ساحې بهر دExtenson په نوم برخې لری چې دلته نصاب او ټاکلې ځانګړتیاوی په کار نه دی او هرڅوک په اسانه استاد کیدلی شی. زه باور لرم چې دپوهنتون د یواستاد لپاره دکار بشپړ ماحول ،اعتماد په پوهه اونفس، سکون او خپلواک دریځ او تعلیمی چا پیریال ځانګړی تعریف لری ځکه پوهنتون یو احساساتی ،اټکلی، سیاسی او هوسی موسسه نه ده بلکې یو علمی اوتحقیقی مرکز دی . داهم مهمه ده چې کومه برخه کې لئکچرر یی. همدارنګه یوشمیر نور معیارونه شته چې غنی په چالاکی کې له هغه څخه کاراخیستی خکه دیهودانو خبلوان دی.
دغنی اساسی مشکل په وچ سیاست کلک درېدل، شخصی ګونګه خود خواهی او مصنوعی تور لښکر، دملت له فرهنګ اوژبې سره نابلد تیا، احساساتی او فاسدو کسانو سره سازش.په تېښته نړی حیرانول، له طالبانو سره مقاومت او سمه زمینه له لاسه ور کول .دوست او دښمن نه پېژندل دماشومتوب لوری ته بیایی غنی خپل ولس له ډول ډول فاجعو سره مخامخ کړ.
ب -اسلامی امارت او نړیوال سیاسی بن وبست:
انس حقانی د قلم دمبارزې خبره کوی خو خپله له قلم څخه ډیر لېرې واټن کې موقعیت لری دانه وایی چې ښوونځی مو تړلی، بشری ناوړین اوج ته رسیدلی دښځوشخړه مو په لوی لاس جوړه کړې، سرپرسته کا بینه مو له بیسوادي په سورکو ننوتی، په مېډیاکې دکاغذ له مخې دافغانستان نوم نه شو لوستلی، دحکومت ډیرې ابتدایی برخې دتعامل او متعهدو تګلارو په څلور لاری ځوړند پاتې دی . داملت وږی ،تږي، په ستړی ستومانی کې دامارت اواسلامی له مانا اوتعریف بې خبره دی همدارنګه ظاهری اونمایشی ،سلیقوی او د انډیوالی اړیکی یې عقلانی اومنطقی نه دی . ملت په تش خالی وزیر ،معین، ریس، مدیر، مفتی، او چاپراسی دبشری مرستو په کڅوړو څه وکړی؟ یوازې تګ اوراتګ باندی په رسمیت پېژندل نه کیږی یوکال کیږی چې افغانستان دتعامل لپاره انتظار باسی. دملت عینی اوذهنی شرایطو ته مو دام ایښی خپلې پښې په خبله په تېشه وهی.دا یتیم ولس بشپړه پالنې ته ضرورت لری دواک اوقدرت تږی ولې دانحصار او بې وخته امتیازپه مفهوم وچ ولاړ ولې په اعتدال او متعهدو ژمنو عمل نشی کولی . یوه کلیزه تېره شوه دبلې کلیزې لپاره هلې ځلې په کاری دی. غنی هم سهار ا مازدیګر په ارګ کې کلیزې پاللې
وحید صاحب د قضیې ټول جوانب په پراخه کچه دافغانستان دولس په ګته دی. دولت با ید د همپذیری او همکاری لپاره ګامونه ګړندی کړی ملی مشروعیت له همدې ځایه پیل کیږی ملت له اضطراری یا بېړنی حالته خود بخوده وخی.
سلامونه نيکې هيلې او مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
ډېر کوشش کوم چې د مشرانو په ځينو نيمګړتياو باندي سترګې پټې کړم ځينې ځانګړتیاوې يې مثبتې ارزيابي کړم تو څو هغه خلکو منفي کرا معلوم نشم چې د موخو پرځاى په اشخاصو پسې په پټو سترګو اقتدا کوي. باور وکړئ چې زه هم اوس ستړى شوى يو خو غږ نه کوم تر څو نور ياران مأيوس نشي
بيا هم مننه وروره
محترم عبدالوحید وحید صیب !
زمونږ سلامونه او نیکی هیلی ومنۍ
لکه د همیشه په څیر مو د هیواد اوولس کړاونه په ښه شان په ګوته کړی او بی پری قضاوت مو پری کړی دی.
خدای دی وکړی چی د وخت حاکم يی هم په وازو غوږونو واوری او عمل پری وکړی.
که څه هم زه باور نه لرم چی تالبیزم او تالبان د اصلاح استعداد ولری او یا د بدلون او د هیواد او د ولس ارمانونو ته
مثبت ځواب ووايی
د تالبانو د واک راپدیخوا د یوه کال په موده کی داسی نښی نښانی نه ښکاری چی د افغانستان او ولس اساسی او بنیادی مشکلاتو لپاره کارشوی وی بلکه هغه خلک چی تالبانو ته خوشبین هم وو اوس تری مایوسه ښکاری.
د عام ولس خبره خو لا ځای په ځای پاتی ده څوک چی د خپلو اولادونو لپاره د یوی مړۍ ډو ډۍ د پیداکولو لپاره د هرډول مشکلاتو سره لاس او ګریوان دی.
دا چی ولی تالب د اصلاح استعداد نه لری او د افغانستان او ددې بدبخته ولس غم ورسره نشته ډیر عوامل وجود لری چی یو اوږد بحث ته اړتیا شته.
خو یو انګلیسی
فیلسوف برټراند رسل یو ځل ویلي وو: د نړۍ ټوله ستونزه دا ده چې احمقان او جنون یا افراطیون تل په خپل ځان ډاډه وي او هوښیار خلک له شکونو
ډک وي.
همدغه راز تالب ځان د دنیا، دین ،َ ، جنت او دوزخ او د خلاصول او ګمراهۍ او هرډول فتواوو سرچینه بولی او که څوک غواړی ددوۍ سره په کومه موضوع خبری وکړی نو باید اول بیعت ورسره وکړی، بیا ددوۍ پاکستانې شریعت په ځان تطبیق کړی او بیا خپل پیشنهادونه په مخفی ډول ورته وسپاری او د ددوۍ د نامعلوم امیر اطاعت وکړی چی دی دنیاکی يی سر خوندی وی او په هغه دنیا کی د جنت د مزایاوو نه محروم نه شی
د مثال په توګه لاندینی شعر يی را خلاصه کوی
ان د خدای تر لیدو پورې به طالب یم
په جنت کې به زما دستار بندي وي
بسمل
زه فکر نه کوم که نور څه ویلو ته پاتی وی ځکه چی ددوۍ په فکر الله تعالی هم ددوۍ دستار بندۍ ته انظار اوباسی نو بنده ګان خو يی باید خامخوا بنده ګی او غلامی وکړی او همدومره حق چی په سر ژوندی وی باید د تالبیزم لویه کارنامه او کرامات وګڼی.
بله دا چی مخکی د قدرت جزیری موجد وی خو اوس هر یو نالب خپله د قدرت یوه لویه جزیره ده او ومو لیدل چی که یو تالب څوک بی ګناه افغان شهید کړی او یا يی د لارو کوڅو په سر شکنجه کړی نو ایا تر اوسه کوم یو مجازات شویدی؟ هیڅکله نه
همدغه راز په ډیرو جنسی تیریو کی چی تالبان ملوث شوی هیڅوک تری پوښتنه نه شی کولی.
په لنډو ټکو کی تالبان افغانستان یو وار بیا د یوی لويی غمیزی خواته ډیر په چټکۍ راکشوی او افغان ولس ته پکار ده چی اماده ګی ورته ولری
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
مننه جناب دردمن افغان صاحب محترمه
الله مو ارام اباد خوشحاله او روغ رمټ لره. بس ستونځه داده چې که د هيواد ورانيدو تماشه کوم او هيڅ غږ ونکړم راته ځان ددغه هېواد او ولس دير زيات قرضداره ښکاره کيږي. بله دا چې که چوپه خوله پاتې کيدل به هم په غلطو تګلارو او د تباهي کندو ته د لويدو لامل شي نو ځکه مجبوراً خبره کوم. کله کله ياران او دوستان هم خفه وى واى دا خلک نه زغم وړتيا لري او نه د انتقاد. بس الله مو وطن راته په خپل رحم او کرم جوړ کړي. نور له موږ څخه پاتې ده.
کچیری زموږ دا ۴۵ کلنه جګړیز حالت ته وګورو لدی معلومیږی چی دا ټولی ستونزی له ناپوهی را پیدا شوی او ددی ټولو منشا د غازی امان الله له وخت څخه شروع ده ځکه کله چی امان الله خان غوښتل چی ولس یی د نورو پرمختللو هیوادو په شان زده کړه وکړی او خپل هیواد یی پرمختګ وکړی نو همدی برتانیی د امان الله خان پر ضد بچی سقاو، په ننګرهار او خوست کی ډلی ټپلی پیدا او وروزلی ترڅو د غازی امان الله په وړاندی د ولس مینځ کی کرکه پیدا کړی چی همغه شان وشو.
له هغه وروسته چی کله داودخان قدرت ته ورسیده د خیبر له پیښی وروسته زیاتره مخکی جهادی رهبران د برتانیی نا اهل اولاد (پاکستان) ته لاړل او هلته د ګلبدین په شمول د ټولو ډلو ډیر ښه پالنه او روزنه وشوه چی پدی پروژه کی د امریکا برتانیی، فرانسی او نورو غربی هیوادونو هم لاس درلود چی اخر د ډاکټر نجیب الله له سقوط وروسته همغه ۷ یا ۸ جنګی ډلی په افغانستان حاکمی چی د قدرت خوښولو له وجهی په خپل مینځی جګړو یی سر شو. چی بدبختانه کابل د امریکا، برتانیی، فرانسی او پاکستان ایران روسیی په اشاره به کنډواله بدل شو، ددی لپاره دا کار وشو تر څو امریکا د روسیی ځای په افغانستان کی ونیسی چی همغه شان وشو.
چی بیا د همدی پاکستان له لوری د دوی په وړاندی یی طالبان را پیدا او روزنه ورکړ چی کابل یی ونیوه او ډاکټر نجیب الله یی په دار وځړاوو، او د پاکستان په اشاره د نړی د قهرولو لپاره په بامیانو د بودا مجسمه ورانه شوه او هغه آسامه بن لادن چی امریکا او غربی نړی نږدی تجارتی ملګری وو چی شوروی په وړاندی له جګړی وروسته په دښمن بدل شو چی د طالبانو تر راتګ په پاکستان کی وو بیا طالبان په راتګ سره افغانستان ته راغی چی امریکا او غربی نړی همغه آسامه بن لادن بهانه او په کابل یی برید وکړ مګر ټول نړی او افغان خبر شول چی همغه آسامه بن لادن یی په اسلام آباد کی وواژه مګر پاکستان ته یی ونه ویل چی څه کوی او ولی یی کوی مګر لدی معلومیږی چی پدی ټولو چارو کی ورسره سلا ده
مخکینو مجاهدینو داسی ظلمونه وکړل چی تاریخ پوهان او سیاست مداران یی لیکلی نشی او ځینی رسانی سیاسیون په ټلویزیونی مرکی ورباندی بحث نشی کولی مګر نن بیا همغه غله او شرفساد ډله بیا غواړی چی پدی ولس ولکه ولګوی او ددی ولس وینی وزبیښی
مګر هغه پاکستان چی تر پرونه ۷ او ۸ جنګی ډلو خپل متحد ګاڼه د ۲۰ کلنه دوره کی ورته دښمن باله مګر کله چی طالبان بیا ځلی کابل ونیولو همغه غله او شر فساد په پاکستانی طیاره کی پنجاب ته وتښتیده ځکه تر پرونه پوری دوی دا ویل چی پښتانه یا طالبان د پاکستان مزدوران مګر دوی چی ځانونه د پاکستان مخالف ګڼل دا په ثبوت ورسیده چی اصل کی دوی د امریکا، ایران، روسیی پاکستان او فرانسی مزدوران او جوپړه خواره وو
سوال داده چی سیاسیون ولی نړی ته نه وایی چی تاسی له افغانانو او افغانستان څه غواړی، ځکه داودخان جمهوری نظام کس وو آن تر نجیب الله پوری، مجاهدین او طالبان هغه کسان وو چی څه پاکستان ویل البته د نړی په مشوره هغه کول
بل دا چی پاکستان څخه باید یوه پوښتنه وشی چی تاسی په اصل کی په افغانستان کی امارتی نظام غواړی که جمهوریت ترڅو ولس پوه شی. ځکه پاکستان د جمهوریت په وړاندی مخکینی ۷ او ۸ ډلی را تربیه کړی او د هغوی په وړاندی طالبان او د طالبان په وړاندی امریکا نظامی آډه ورکړه او دلته بیا جمهوری نظام راغی مګر بیرته بیا طالبان ته ځای ورکړ چی د ملااختر محمد منصور وژل یو ثبوت دی او د اسامه بن لادن وژل نړی لپاره ثبوت دی
مګر اوس طالبان بیا ځلی واک ته ورسیدل همدی پاکستان بیا همغه مقاومت شورا یا جمعیت ډلی په تړلی کسان پاکستان ته بوتلل.
چب له همغه ځایه ترکیی او نوری نړی ته لاړل او اوس همدا پاکستان د همدی طالبانو پر ضد داعش، مقاومت شورا او هزاره ګانو مشرانو ملاتړ کوی، کچیری سیاسیون ولس ته هر صفا او څرګند په لوی سیاسی مجلس کی ونه وایی او ولس په خپل مینځ کی د پاکستان په وړاندی یووالی ته را ونه بولی نو امکان شته چی کابل به بیاځلی د پاکستان، امریکا، برتانیی په لسمون په کنډواله بدل شی ځکه دوی غنی لپاره همدا پلان جوړ کړی دا چی په پلان کی ناکام شو د افغانانو به خدای سوال قبول کړی وی