شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد جمهوريت د سقوط کليزه؛‌ط-انو‌‌ پر جمهوريت پالو ښځينه لاریون کوونکو ډزې...

د جمهوريت د سقوط کليزه؛‌ط-انو‌‌ پر جمهوريت پالو ښځينه لاریون کوونکو ډزې وکړې

تاند( شنبه ، د اسد ۲۲ مه) ‏‏په کابل کې د جمهوري نظام د سقوط د لومړۍ کلیزې له پوره کیدو سره هم مهاله، نن لسګونه جمهوريت پالو ښځو د طالبانو له لوري د دوی د تلف شویو حقونو د غوښتلو لپاره لاریون وکړ.

دغه لاريون د کابل ښار صدارت څلورلاري ته څېرمه پیل شوی و،چې طالبانو د هوايي ډزو په کولو سره وپاشه.

په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې ځینې ويډيو ګانې د لاریون په شاوخوا کې د طالبانو د امنيتي ځواکونو حضور او دغه راز د هوايي ډزو غږونه او د لاریون والو منډې او چېغې ښيي.

معلومه نه ده،چې په دغو ډزو څوک ټپيان شوي کنه؟

طالبانو د لاريون او ورته څېرمه د ډزو په اړه څه نه دي ويلي.

د لاريون ځینو ګډونوالو ويلي،چې د کار، ډوډۍ او ازادۍ د تلف شویو حقونو د ترلاسه کولو لپاره ېې سړکونو ته راوتلې وې.

څرګنده نه ده،چې د لاریون له پاشلتيا وروسته طالبانو له لاريون کوونکو سره څنګه چلند کړی دی.

مخکې دوی د ورته لاريونونو د ګډونوالو په بندي کولو، شکنجو او بلایک میل کولو تورن شوي، خو طالب چارواکو داسې ادعاوې رد کړي دي.

1 COMMENT

  1. فقط هراتی وریښمین دستمال به د طالب او د غربی لیبرال دموکراسی د خواخوږو او طرفدارانو د خجالت او شرم د خوَلو د وچیدو توان ولری او بس البته خپله امریکائی او انګریز او صهیونیزم خو اصلاً د شرم پنوم د احساس سره هیڅ آشنائی نلری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب