شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسرچینې: د پاکستان بې پیلوټه الوتکې بیا پر کونړ بمبار کړی

سرچینې: د پاکستان بې پیلوټه الوتکې بیا پر کونړ بمبار کړی

تاند( شنبه ، د اسد ۲۲ مه) ‏‏له کونړ ولايت څخه راپورونه وايي، چې د پاکستان یوې بې پیلوټه الوتکې بیا پر دغه ولايت بمبار کړی.

خبري سرچينو ويلي،چې ياد شوی بمبار د کونړ د وټه پور ولسوالۍ په دهوز سيمه کې شوی.

ويل شوي،چې پاکستاني لوري په برید کې د پاکستان د تحريک طالبان د يوه قومندان او د هغه د کورنۍ د وژلو ادعا کړې ده.

د ادعا شوي دغه قومندان نوم او نور جزییات نه دي رسنيز شوي.

پاکستاني چارواکو او پر افغانستان د حاکمو طالبانو وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې په پکتیکا کې د تحریک طالبان پاکستان مشر خالد عمر هم له خپلو څو ملګرو سره ووژل شو.

د هغه د وژل کیدو دليل ځینو سرچینو د ماین چادونه او ځینو نورو د بې پیلوټه الوتکې برید وباله، خو د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې له ډېرو جزییاتو پرته وويل، چې یاد شوي پاکستاني قومندانان یې د عملياتو په ترڅ کې وژلي دي.

په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې د پاکستان د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ويلي.

په پاکستان کې د افغانستان پخواني مرستيال سفير زردشت شمس په پکتيکا کې د ټي ټي پي د مشر د وژل کیدو په غبرګون کې وويل، چې طالبانو د القاعدې شبکې او ټي ټي پي د مشرانو په وژلو له امریکا او پاکستان سره معامله وکړه او افغانستان ېې د دغو دوو وسله والو ډلو اوږدې دښمنۍ ته کېناوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب