تاند(شنبه، د اسد ۲۲ مه) د کابل د لوېدیځ په دشت برچي سیمه کې د الیکترونیکي تذکرو د وېش په مرکز کې چاودنه شوې ده.
لومړني راپورونه وايي چې په دې چاودنه کې یو شمطر کسان ټپیان شوي خو د چا د وژل کېدو په اړه تر دې دمه حه نه دي ویل شوي.
ویل کېږي چې چاودنه د ۲۰ متره سړک په غاړه د الیکترونیکي تذکرو د وېش د ودانۍ په خوله کې شوې ده.
تراوسه پورې د چاودنې د څرنګوالي په هکله؛ چې ایا انتحاري وه او که د اېښودل شوي بم، څه نه دي ویل شوي.
طالبانو عموماً خبریالان د پېښو ځایونو ته نه پرېږدي او اکثره معلومات پټ ساتي.
د پېښې نور جزییات به همدلته خپاره شي.