سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهسویس په کابل کې د بشري مرستو دفتر بېرته پرانیزي

سویس په کابل کې د بشري مرستو دفتر بېرته پرانیزي

تاند (دوشنبه، د جدې ۱۸ مه) سویس غواړي چې د بشري مرستو لپاره خپل دفتر د روان ۲۰۲۴ کال په دوبي کې په کابل کې بیا پرانیزي.

د (سویس انفو) د پروني (یکشنیې) د راپور له مخې، د دې پرېکړې هدف دا دی چې د سویس ایډ څلور غړي کابل ته لاړ شي او هلته بشري مرستې بیا پیل کړي.

د وروستیو پروګرامونو پر اساس، تمه ده چې د سویس ایډ دفتر ته ځايي کارکوونکي هم راوبلل شي. دا خبره د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د (ایس ډي اې) خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې هم تایید کړه.

د سویس د باندنیو چارو وزارت وايي چې په کابل کې حضور په سیمه کې د وضعیت د سم درک امکان برابرولی شي او همداراز پر پروژو له څارنې او له نورو هیوادونو سره د نژدې همږغۍ له اسانتیا سره مرسته کوي.

سویس هیله لري چې دا چاره به د ملکي وګړو د لا ښه ملاتړ سبب شي.

په کابل کې د سویس د بشري مرستو پرانیستل کېدونکی دفتر به کونسلي خدمات وړاندې نه کړي.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانان د سویس د وېزې لپاره د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د سویس سفارت ته مراجعه کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب