سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد سیم کارتونو د وېش پر محدودیت د خلکو نیوکې

د سیم کارتونو د وېش پر محدودیت د خلکو نیوکې

تاند (دو شنبه، د جدي ۱۸ مه) یو شمېر خلک شکایت لري، چې د طالبانو رژیم په وروستیو کې د مخابراتي شبکو د سیم کارتونو وېش محدود کړی چې دوی یې ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم (اترا) ادارې ویاند جلال شمس د دغه محدودیت دلیل د سیم کارتونو د وېش قانوني کول ښودلي او ویلي، چې د وروستیو قیوداتو په اساس باید سیم کارتونه د الکترونیکي تذکرو پر اساس ووېشل شي.

د مخابراتي چارو یو شمېر پوهانو له دې اړخه د طالبانو د رژیم قیودات ستایلي او ویلي، چې د سیم کارتونو د خپلسري وېش مخنیوی د امنیتي وضعیت په خوندیتوب او نورو برخو کې ګټور تمامیږي.

خلک بیا شکایت لري، چې د الکترونیکي تذکرو ترلاسه کول هم له ستونزو ډک دی او باید لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړل شي.

طالب چارواکو په وروستیو کې د الکترونیکي تذکرو د وېش د زیاتیدو او اسانتیاوو خبر ورکړی، خو د تذکرو بیې یې لوړې کړي، چې نیوکو سره مخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب