شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهافغانستان په ۸ میاشتو کې د ۲۷ میلیونه ډالرو زعفران صادر کړي

افغانستان په ۸ میاشتو کې د ۲۷ میلیونه ډالرو زعفران صادر کړي

تاند (دو شنبه، د جدي ۱۸ مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، سربېره پر دې چې د تېر حکومت پرتله په نړۍوال بازار کې د زعفرانو بیه لوړه شوې، د دغه محصول تولید هم په هېواد کې پراخ شوی دی.

د دغې خونې یوه مقام خان جان الکوزي ویلي، چې د هوایي دهلیزونو له لارې د زعفرانو د صادراتو زمینه برابریدل به دغه صادرات او عواید یې لا نور زیات کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد ویلي: « د افغانستان د زعفرانو تولیدات د تېر ۱۴۰۲ کال د لومړیو اتو میاشتو په لړ کې نږدې ۲۸ زره ۶۲۰ کیلوګرامه ته رسیږي چې پولي ارزښت یې ۲۷ میلیونه ډالره کیږي. زموږ ډېری صادرات جرمني، امریکا، بریټانیا، هند، سعودي عربستان، ترکیه، متحده عربي امارات، هسپانیا او نورو هېوادونو ته شوي دي.»

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د مالوماتو له مخې، په هېواد کې د زعفرانو د کرکېلې د ودې په موخه ۲۰۰ کروندګرو ته روزنه ورکړل شوې، چې وکړای شي په نورو ولایتونو کې هم د زعفرانو کرکېلې ته پراختیا ورکړي.

د طالبانو چارواکي وخت په وخت په نورو برخو کې هم د افغان صادراتو د زیاتوالي ادعا کوي، خو منتقدان یې ډېر ځله ورته ارقامو ته د شک په سترګه ګوري او وایی د طالبانو له ټولو داسې ادعاوو سره- سره عملي وضعیت څرګندوي چې افغانستان په تر ټولو بد اقتصادي – ټولنیز وضعیت کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب