شنبه, مې 11, 2024
Home+د اسمان رنګ ولې شین (ابي) دی؟

د اسمان رنګ ولې شین (ابي) دی؟

مینه احمد

ډ آسمان رنګ تل موږ ته شین یا آبي ښکاري، خو ایا په رښتیا هم د آسمان رنګ آبي دی؟ ولي د آسمان رنګ آبي دی؟ د آسمان د رنګ په اړه ځیني نوري پوښتنې هم شته. د دې پوښتنو د حل لپاره موږ دلته ځیني علمي څېړنو او مشاهدو ته ورګرځو.

د یوې څېړني پر اساس آسمان هېڅ رنګ نه لري. خو کله چې نوري مالیکولونه په هوا کې  خپریږي، نو موږ یې په آبي رنګ وینو، په حقیقت کې د آسمان رنګ آبي نه دی.

په دې علمي څېړنه کې راغلي، د سور نوري رنګ په پرتله آبي نوري رنګ په آسمان کې ډېر خپریږي، نو ځکه خو زموږ سترګي آبي رنګ تشخیصوي او له ازله تر اوسه پوري مو آسمان په آبي رنګ کې لیدلی دی.

همدارنګه په فضا کې د نور آبي رنګ د ګاز له مالیکولونو سره یو ځای کیږي. دې کار ته د نور خپریدل ویل کیږي. همدارنګه د آسمان د رنګ په اړه تر ټولو معتبره نظریه، د اتموسفیر په واسطه د نور خپریدل دي. اتموسفیر ګڼ شمیر ګازونه او ذرات لري چې له نورو سپکو ذراتو سره ټکر کوي او په مختلفو لوریو خپریږي.

نور له ډېرو رنګونو څخه جوړ دی، خو په دې رنګونو کې آبي رنګ تر نورو په فضا کې ژر خپریږي، فریکانس یې لوړ دی او ژر تشخیص کیږي. له همدي امله موږ تل آسمان په آبي رنګ کې وینو. خو یوازي په آبي رنګ کې هم نه؛ ځیني وختونه آسمان په سور رنګ کې هم وینو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب