جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ولي ځیني وخت آسمان په سور رنګ کې وینو؟

ولي ځیني وخت آسمان په سور رنګ کې وینو؟

مینه احمد

علمي څېړنې ښيي چې، آبي رنګ په فضا کې تر ټولو ژر خپریږي. د څېړونکو په باور آبي رنګ د سور رنګ پرتله ۱۰ برابره ژر او تیز خپریږي. نو له همدي امله ډېری وخت اسمان په شین یا آبي رنګ کې وینو. کنې په واقعیت کې د آسمان رنګ آبي نه دی.

موږ په ماښام او سهار کې د لمر لویدو او لمر راختلو په وخت کې آسمان په سور رنګ کې وینو، ولي؟ ځکه چې د آبي رنګ څپې لنډې دي، خو په فضا کې ژر خپریږي. د سور رنګ څپې بیا اوږدې دي، خو په فضا کې ژر نه خپریږي.

ماښام د لمر لویدو او سهار د لمر راختلو په وخت کې، لمر له ځمکي څخه لرې کیږي، په دې وخت کې باید نور اوږد واټن کچ (طی) کړي، څو ځمکي ته راورسیږي. نو څرنګه چې د آبي رنګ څپې لنډې دي، له همدې امله ځمکې ته نه رارسیږي. برعکس د سور رنګ څپې اوږدې دي، که څه هم په فضا کې ژر نه شي خپریدلای، خو د آبي رنګ د نشتون له امله موږ سور رنګ وینو.

د دې رنګ په لیدلو سره هغه فرضیه له منځه ځي، چې ګواکي د آسمان رنګ آبي دی. ځکه موږ ټول وخت آسمان په آبي رنګ کې هم نه ګورو، په ځینو وختونو کې آسمان په سور رنګ کې هم وینو. په داسي حال کې چې د آسمان په آبي رنګ کې د کتلو دلیل دا دی چې، په اصل کې هغه څه چې موږ وینو د نور رنګ دی او نور له مختلفو رنګونو څخه جوړ دی. خو په دې رنګونو کې آبي رنګ په فضا کې ژر خپریږي، له همدي امله موږ د آسمان په لور د ورځې په جریان کې آبي رنګ تشخیص کوو. په آسمان کې د سور او آبي رنګ لیدل، تر یو بریده د خلکو په سترګو پوري هم اړه لري. ځکه چې هغه سترګي چې، د لیدلو ځواک یې زیات وي نو آبي رنګ په سهار او ماښام کې لږ څه تشخیص کوی، ځکه په لرې واټن کې دا رنګ کتلای شي. خو برعکس هغه سترګي چې د لیدلو ځواک یې کم وي، یوازي سور رنګ کتلای شي، ځکه د سور رنګ څپي اوږدي وي او دا هر څوک تشخیص کولای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب