جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخپلو پوروړو ته د کابل ښاروالۍ خبرداری

خپلو پوروړو ته د کابل ښاروالۍ خبرداری

تاند (دو شنبه، د جدي ۱۸ مه) د کابل لپاره د طالبانو ښاروال مولوي عبدالرشید د دغې ادارې له چارواکو غوښتي چې د کابل ښاروالۍ له پوروړو دې هرڅه ژر پورونه راټول کړي.

د نوموړي مطبوعاتي دفتر د هغه له قوله لیکلي؛ هغه کسان چې، د کابل ښاروالۍ پورونه نه ادا کوي له قانوني چلند سره به مخ شي.

سرچینه ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ د عایداتي چارواکو له قوله ویلي، چې د تېر کال په پرتله د دې ادارې په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی.

کابل کې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره تر پخوا خلک د ښاروالۍ له کړنو خوښي ښيي، خو زیاتوي چې د عوایدو د زیاتوالي لپاره ظالمانه ټیکسونه پرې وضع شوي او د اقتصادي ناورین په اوج کې عام خلک او کاروباریان دا ټیکسونه او مالیې نه شي ادا کولی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب