جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ د مُلایانو ټولی خبري به منو؟ | عبدالباري جهاني

 د مُلایانو ټولی خبري به منو؟ | عبدالباري جهاني

په افغان جرمن آنلاین کي مي د محترم قاضي لودین پر یوه مضمون سترګي ولګېدې چي عنوان یې « هیچ کس مانند علما در فتنه نیست» ور کړی وو. البته ښاغلي لودین صاحب ، په مشخصه توګه، مولنا فضل الرحمن، چي وايی د طالبانو د معنوي پلار په نوم شهرت لري، او د هغه پلار قاضي حسین احمد ته، ګوته نیولې وه چي حقیقتاً هم په افغانستان کي د ډیرو زیاتو دسیسو مسوولیت لري. زه ګومان کوم چي د اسلام دین ته به د دیني علماوو یا مُلایانو پر خدمت باندي هیڅوک سترګي پټي نه کړي؛ خو ما په یوه مخکني مضمون کي هم لیکلي وه چي مُلایانو که دین ته خدمتونه کړي دي نو په هماغه اندازه یې تاوانونه هم ورته رسولي دي. هغوی د مسلمانانو ترمنځ د اختلاف د ایجادولو سبب سوي دي او په دین کي یې کله کله داسي اضافات کړي دي او داسي کیسې یې جوړي کړي دي چي نه له اسلام او نه له عقل سره لګیږي.

په قرآن شریف کي  ټولو پرهېزګارو مسلمانانو ته د جنت وعده ورکړه سوې ده:

اِنّ المتقین فی جنّتٍ و نعیم. الطور آیة ۱۷

ترجمه: په تحقیق سره چي پرهېزګاران به په باغونو او خوښیو کي وي.

په قرآن شریف کي چي کله د جنتونو خبره کیږي نو معمولاً دا ورسره زیاتیږي چي هلته به تر ونو لاندي ویالې بهیږي.  د باغونو ترڅنګ د ښکلیو حورو وعده ورکوله کیږي.

مُتکیِین علی سُرُرٍ مصفوفةٍ و زوَّجنهُم بِحورٍ عِین. آیه ۲۰

ترجمه: دوی به پر تختونه باندي تکیه وهلې وي او حوري به چي ښایستې غټي سترګي به لري ورته واده سوي وي.

په بل آیة کي راغلي دي: و یطُوفُ علیهم غِلمانٌ لهُم کانَّهُم لوءلوءٌ مکنونٌ. آیه ۲۴.

ترجمه: او پر دوی باندي به غلام بچه ګان راګرځي چي هر یو به لکه مرغلره په پوښ کي داسي نازک او ښکلی وي.

دا خو ټول د قرآن شریف د سورة الطور آیتونه دي چي موږ ایمان ورباندي راوړی دی. په قرآن شریف کي د ښکلیو حورو د حسن د صفت په باره کي ډېر زیات آیتونه موجود دي؛ خو د شمېر په برخه کي یې ځکه اختلاف دی چي پخپله په قرآن شریف کي د حورو معین شمېر نه دی ذکر سوی. البته مُلایانو د خپلي شهواني اشتها سره سم د حورو شمېر زیات کړی دی. څوک وایی هر جنتي ته ۷۰ حوري رسیږي او څوک یې شمېر سلهاوو ته رسوي.

د حورو د حسن صفتونه په ډیرو کتابونو کي راغلي دي خو اخوند درویزه، چي ملایان او نور کسان یې اوس هم له نامه سره رحمة الله علیه وايی او د پښتنو په سیمو کي په ډېر لوی عالم مشهور دی، د خپل کتاب « ارشادالطالبین » په ۴۱۷ مخ کي دونه مبالغه کوي چي هم د  خندا ده او هم په لوستلو اوورېدلو ارزي. اخوند دروېزه لیکي چي یوه حوره به یوه جنتي ته وخاندي او د غاښو څخه به یې داسي برېښنا پورته سي چي فرشتې به سرپر سجده سي او ګومان به کوي چي دا د حق متعال دیدار دی. هاتف به ورباندي ږغ کړي چي دیدار نه دی بلکه د حورو د غاښونو برېښنا ده. سبحان الله! د اخوند دروېزه کتاب، له سره ترپایه، له همدغو مزخرفو کیسو څخه ډک دی خو هیڅوک هغه ته ځکه ګوته نه نیسي چي وايی اخوند دروېزه ډېر لوی عالم وو او په هر څه پوهېدی.

څو ورځي مخکي مي په یوټیوب کي د افغانستان له یوه ملاڅخه، چي عوامو ته یې وینا کوله،  واورېدله چي د هر جنتي لپاره به یو د مرواریدو څخه جوړ سوی قصر وي. په دې قصر کي به د یاقوتو څخه جوړ سوي  ۷۰ نور قصرونه وي او په هر قصر کي به ۷۰، له زمردو څخه جوړ سوي، کورونه وي. په هر کور کي به ۷۰ خوني وي او په هره خونه کي به ۷۰ حوري وي، چي د ملاصاحب له خپل حساب او اټکل سره یې شمېر ۲۴ میلیونه او ۱۰ زرو حورو ته رسېدی. ملاصاحب ویل چي حق تعالی و هر جنتي ته دومره شهواني قوت ورکوي چي په یوه ورځ له دې ټولو څه باندي ۲۴ میلیونه حورو سره یو ځای کېدلای سي.

داسي ښکاري چي مولوی صاحب له جنت څخه، د شهوت له ارضاء څخه پرته، بل د هیڅ شي په باره کي فکر نه دی کړی؛ او چي څه مبالغه یې له وسه کېدله هغه یې کړې ده. ځکه که موږ د مولوی صاحب دغه د ۲۴ میلیونه لس زره عدد د ورځي پر ساعتونو او ثانیو باندی ووېشو نو په دې حساب باید یو جنتي په یوه ثانیه کي له څه باندي ۲۷۵ حورو سره یو ځای سي. متوجه یاست؟ په یوه ثانیه کي! ۲۷۵ ځله له حورو سره یو ځای کېدل!!!

البته مولوي صاحب ښايی ووايی چي د هغې دنیا یوه ورځ د دې دنیا ۷۰ کاله ده. په دې حساب که همدغه عدد، د مولوي صاحب په قول، پر کلونو، ورځو، ساعتونو او دقیقو باندی ووېشو نو یو جنتي باید په یوه دقیقه کي له ۱۵ حورو سره یو ځای سي. ګواکي جنتي په زر کاله کي د یوه ګیلاس اوبو چښلو ته وخت نه سي پیدا کولای. شرابونه او کبابونه او راز راز نعمتونه خو لا هلته پرېږده. مولوي صاحب ښايی د یوه بل شهواني مولوي صاحب د خبرو یا کتاب په حواله دا خبره کړې یا یې د خپلي اشتها سره سم یو څه زیاتوب پکښي کړی وي. نو عجیبه نه ده چي د دومره ښکلیو حورو لپاره، چي په غاړه کي یې اوبه معلومیږي، ځوانانو او هلکانو دا دومره ځان مرګي حملې کولې.

له یوه بل مولوي څخه مي په یوتیوب کي واورېدله چي ویل یې څوک چي ساز ته نڅاکوي نو شیطان یې په مقعده ګوته ورننه باسي او چي دی هر څومره نڅا ته زور ورکوي نو شیطان هم پر خپلي ګوتي باندي زور کوي. یوه بل مولوي صاحب ویله چي یوه ځوان، چي پر شریعت برابر وو او خپل پنځه وخته لمونځونه یې کوله، د خپل واده په شپه سازنده راوستلي ول. زوم په هغه شپه د شیطان ورور سو او چي څه اولادونه یې پیدا کېدل هغوی د شیطان بچیان ول. له بل مولوي صاحب څخه مي واورېدل چي ویل یې ټول هغه کسان چي خارج ته تللي او په غیر اسلامي هیوادونو کي ژوند کوي کفار دي. دا خبري په کوم کتاب کي راغلي دي؟ طبیعي خبره ده چي مولوي صاحبانو به حتماً په کوم کتاب کي لوستي وي.

یوه بله ورځ مي، په یوټیوب کي  یو مولوي ولیدی؛ پر منبر باندي یې وعظ کاوه او یو بل مولوي یې مخاطب کړ ویل یې« ګوش کن مولوي صاحب ای حدیث است». مولوی صاحب ویل چي یوه ورځ حضرت رسول ص قضای حاجت ته ولاړ او د حاجت له رفع کولو څخه وروسته یوه ښځه ورغله او د حضرت رسول ص غایطه مواد یې وخوړل. چا حضرت رسول ص ته اطلاع ورکړه او حضرت رسول ص هغي ښځي ته وویل چي تا زما غایطه مواد وخوړل نو ستا په ګېډه کي به تر مرګه پوري لوږه نه پیدا کیږي. استغفرالله! د جنت او دوږخ او حورو او غلمانو په باره کي دروغ جوړول په هر صورت. پر حضرت رسول ص باندي دومره لوی بهتان یو مسلمان ویلای سي؟

د طالبانو د یوه نطاق هغه خبره به، چي په کابل کي یې په ۲۰۱۷ کال کي پر انټرکانټی نینټل هوټل باندي د طالبانو د ټروریسټي حملې څخه وروسته وکړه، ټولو اورېدلې او ښايی د اکثرو په یاد وي چي ویل یې د هغو عملیاتو رهبري او قومانده پخپله د حضرت رسول ص پر غاړه وه. دا جاهلان په دې نه پوهیږي چي په دې توګه هم پر حضرت رسول ص باندي بهتان وايي او هم په نړۍ کي اسلام د یوه داسي ټروریسټي او دهشت اچوونکي مذهب په حیث معرفي کوي چي نعوذ بالله پېشوا یې د ټروریستانو رهبري کوي.

د طالبانو یوه مشهور ملا، شیخ حماسي، هغه خبره به هم خلکو په ټلوېزون کی اورېدلې وي چي ویل یې د جهاد په دوران کي د مولوي جلال الدین حقاني د جبهې مجاهدینو څو ورځي ډوډۍ نه وه خوړلې او ما خدای ته زارۍ وکړې او خدای تعالی هغوی ته کباب کړي پسونه را ولېږل او ټول مجاهدین یې په کبابونه ماړه کړل. البته دا مي هېر دي چي شیخ حماسي دا کیسه له خپله قوله او که د بل کوم مجاهد له قوله کوله خو دا مي په یاد دي چي شیخ حماسي د کباب کړو پسونو د همدغی کیسې په وخت کي په رینګټ ژړل.

د اوسنیو دیني عالمانو د سواد او علمیت په سطح نه یم خبر خو مشهور اخوند دروېزه د خپل یاد سوي کتاب په ۱۶۳ مخ کي لیکي چي کله معاویه وفات سو فرشتې ورته راغلې او دونه زیات ګرد و غبار پورته سو چي صحابه وو اسلحو ته لاس کړ او فکر یې کاوه چي د کفارو لښکر را ورسېدی. حضرت رسول اکرم ص ورته وویل د کفارو لښکر نه دی بلکه فرشتې د معاویه زیارت ته راغلي دي. هغوی پوښتنه ورڅخه وکړه چي د معاویه فضیلت په څه کي وو چي دومره قدر او عزت یې پیدا کړی دی؟ حضرت رسول ص ورته وویل چي سورة اخلاص یې ډېر وایه.

اخوند دروېزه د اسلام په تاریخ کي دونه بېسواده وو چي په دې خبر نه وو چي معاویه د حضرت رسول ص له وفات څخه څه باندي شپېته کاله وروسته وفات سوی دی. او که معاویه د حضرت رسول ص په ژوند کی وفات سوی وو نو بیا د علي رض او معاویه رض ترمنځ د صفین شپږ میاشتني جنګونه څرنګه وسول چي تقریباً ۷۵ زره مسلمانان پکښي قتل سول. البته د هغو بېګناه مسلمانانو او جنګیالیو د قتل مسوولیت تر اوسه پوري چاته راجع سوی نه دی. په داسی حال کي چي په قرآن شریف کي صراحت سوی دی چي په قصد سره د یوه موءمن د قتلولو سزا په دوږخ کي ابدي عذاب او د حق متعال لعنة او غضب دی.

په دې برخه کي دونه پخوانۍ او اوسنی کیسې موجودي دي چي په لس هاووډېر لوی کتابونه ورباندي ډکیږي او سړی د اوسنیو او پخوانیو ملایانو پر سویه باندي بدګومانه کیږي. سړی نه پوهیږي چي ملایان دا کیسې قصداً جوړوي او حتی پر پیغمبرص باندي دروغ وايی او که په ریشتیا هم دومره ساده ګان دي چي د ریشتیا او دروغو په توپیر نه پوهیږي.

موږ چي هر څه ولیکو دوی راته وايي چي ستاسي یې له مذهبه سره څه. تاسي مذهبي زده کړي چیري کړي دي او له کومي مدرسې څخه فارغ سوي یاست؛ او پخپله چي مُلایان هر څه مزخرفات وايي او لیکي خلک ځکه باور ورباندي کوي چي وايی مُلایان په هر څه خبر دي او غلطه خبره یې له خولې نه وزي.

مُلایان پر عادي خلکو او تر لاس لاندي انسانانو باندي پهلوانان دي. محتسبین یې خوشي کړي وي. په بازارونو کي د خلکو وېښتان قیچي کوي، خلک په ډېره وړه غلطي په دُرو وهي او پوښتنه یې څوک کولای نه سي. موسیقي ورته ناروا کړي او د حضرت رسول ص له قوله وايی( پخپله مي په یوټیوب کي اورېدلي دي) چي یوه مولوي پر منبر باندي، د حضرت رسول ص له قوله، وویل چي زه د موسیقی د آلاتو د ماتولو لپاره مبعوث سوی یم ( یعني اصلي ماء موریت مي د موسیقی د آلاتو له منځه وړل دي) په داسي حال کي چي د حضرت رسول ص په هیڅ سیرة او د هغه مبارک د ژوند په باب په هیڅ تاریخ کي نه دي راغلي چي هغه مبارک دي په ژوند کي د موسیقۍ کومه آله ماته کړې او موسیقی ږغوونکي ته یې آزار رسولی وي. په دې باره کي ټولي کیسې وروسته جوړي سوي دي.

د هارون الرشید په دربار کي د شرابخوریو، د ښکلیو نجونو د نڅاوو او سندرو او موسیقي آلاتو د ږغولو په باره کي مستند آثار موجود دي. امام یوسف، چي د حنفي فقهی تر ټولو لوی پېشوا دی، د هارون الرشید په دربار کي قاضي وو. هغه په خپل ټول ژوند کي د هارون الرشید په دربار کي پر شرابخوریو او اخلاقي فساد باندي اعتراض ونه کړ. هغه که اعتراض کولای نه سو او یا یې اعتراض کومه نتیجه نه ورکوله نو د خپل استاد امام اعظم ابوحنیفه په څېر یې د قضا د  وظیفې له منلو څخه انکار او یا وروسته استعفی کولای سوای. له ابوحنیفه څخه د هارون الرشید نیکه خلیفه منصور غوښتنه وکړه چي د قضا وظیفه پر غاړه واخلي. ابوحنیفه ورته وویل چي زه د قضا وړ نه یم او عذر لرم. خلیفه منصور ورته وویل چي ته دروغ وایې. ابوحنیفه ورته وویل چي ته د اسلام خلیفه یې او ما دروغجن بولې نوبیا څرنګه د قضا وظیفه یوه دروغجن ته سپارې؟ خلیفه منصور هغه بندي کړ او تر مرګه په بندیخانه کي پاته سو او هلته وفات سو.

د سلطان محمود او د هغه د زوی سلطان مسعود د شرابخوریو، موسیقیو، نڅاوو او بد اخلاقیو په باب تاریخ بیهقي هرڅه لیکلي دي او د کتاب لیکوال ابوالفضل د اکثرو وقایعو شاهد دی او د سترګو لیدلی حال یې لیکلی دی. خو د دواړو سلطانانو په دوره کي هیڅ ملا او محتسب پیدا نه سو چي د هغوی د دین خلاف کارونو پر ضد د اعتراض ږغ پورته کړي مګر په بازارونو کي یې نشه کسان په دُرو وهل. په داسي حال کي چي ښه پوهېدل چي شراب یې له سلطان سره چښلي دي.

خواجه نظام الملک طوسي په سیاست نامه کي لیکي چي « سلطان ټوله شپه له خپلو خاصه ګانو او دوستانو سره شراب چښلي وه او سهار یې بیا هم شراب وچښل. علي نوشتګین او محمدعربي، چي دواړه سپه سالاران ول، په هغه مجلس کی ناست ول او ټوله شپه ویښ ول او له محمود سره یې شراب چښلي ول. محمود سهار وختي بیا هم شرابو چښلو ته کښېناست. کله چي ورځ د غرمې خواته نیژدې سوه نو د علی نوشتګین سر دروند سو او له سلطان څخه یې رخصت وغوښت، سلطان ورته وویل چي په دغه حالت کي څرنګه ځې؟ تر مازدیګر پوری دلته په قصر کي ویده سه او چي نشه دي ولاړه سي بیا روان سه. هسي نه چي په لاره کي دي محتسب را وګرځوي او حد درباندي وچلوي. بیا زما زور هم نه رسیږی. علي نوشتګین د سلطان خبره ونه منله او د خپل کور خواته روان سو. په لاره کي محتسب را وګرځاوه او په عام بازار کي یې څلوېښت لرګیه وواهه» په داسي حال کي چي محتسب خبر وو چي د سلطان په دربار کي هره شپه همدغه حال دی او علي نوشتګین د سلطان په کور کي شراب چښلي دي؛ مګر نه محتسب او نه کوم بل مُلا، یکي یوه ورځ، پر سلطان باندي د اعتراض کولو جرأت وکړ.

سلطان محمود نه یوازي له خپلو خاصانو سره شراب چښل بلکه یوه شپه یې غوښتل چي له خپل زوی مسعود سره شراب وچښي او د نشې په حالت کي یې بندي کړي ځکه چي سلطان غوښتل خپل بل زوی محمد د ولیعهد په حیث وټاکي. ابوالفضل د تاریخ بیهقي په ۱۴۶ مخ کي لیکي چي د سلطان مسعود غلامانو هغه ته اطلاع ورکړه چي پلار دي ستا په حق کي ښه نیت نه لری او غواړي صدمه درته ورسوي. مسعود له خپلو غلامانو سره پر آس سپور سو او له میدانه په تاخت ولاړ. کله چي سلطان محمود ته اطلاع ورسېده نو هغه ځان ناګومانه واچاوه او خپل زوی مسعود ته یې اطلاع ورکړه چي نن ماته مهم کارونه را پېښ سول او د شرابو مجلس ونه سو بیا به بل وخت سره کښېنو ته اوس، د خپلي پلان او عزم  سره سم، سفر وکړه.

ابوالفضل د سلطان محمود او سلطان مسعود د شرابو د مجلسونو او حتی اخلاقي فساد په باره کي خپل د سترګو لیدلي حالات لیکلي دي مګر هیڅ وخت نه مُلا او نه محتسب پر هغوی باندي کوم اعتراض کړی دی او نه یې اعتراض په کوم تاریخي سند کي قید سوی دی. خو محتسبینوپه بازار کي خلکو ته د شرابو پر چښلو، لمانځه پر قضا کولو او نورو خطاوو باندي سزاوي ورکولې.  په دې باره کي دومره کیسې موجودي دي چي لیکل یې د یوه لنډ مضمون تر حوصلې وتلی کار دی.

پخوا به خلکو دا متل کاوه چي مُلا وايی هغه کوه او چي مُلا یې کوي هغه مه کوه. خو اوس خبره داسي حالت ته رسېدلې ده چي د مُلا په عمل خو خدای خبر دی سړی به پر غیب باندي حکم ولي کوي؛ خو که سړی د مُلایانو پر خبرو باندي غوږ ونیسي نو له هغوی څخه داسي شیان اوري چي نه په هیڅ دیني کتاب کي راغلي وي او نه پر عقل او منطق برابریږي. نو سړی مجبور دی چي یا به د مُلایانو پر خبرو غوږ نه نیسي او که غوږ ورباندی ونیسي نو مني به یې نه. خدای مو دي پرده په نصیب کړي. آمین.

5 COMMENTS

  1. محترم ورور جهانی صاحب ښو ټکو ته توجه کړی چي خلاصه یی خالص دین پیژندنه او هغه دین چي
    رسول الله صلی الله علیه و سلم د بشریت د هدایت او خلافت لپاره راوړی وو ؛هغه څه شو ؟
    کوم څه چي دِ فهم ناقص نه ځینو جاهلو دوستانو او ویښ دښمنانو اضافه کړی ،څوک یی باید جلا کړی ؟
    دا دومره اختلافات،شخصی نظريات پر دین ورتپل،د اُمت دِ نڼه تشډد او حتی وژنی ؛اُمت بیا جوړیدای شی ؟ حال دا چي رسول الله ص د اُمت جوړولو لپاره مبعوث شوی وو ، د دی نه کم ، مسلمانان د دین مقاصد نشی پوره کولی او دښمنان یی ښکار کوی .
    داچي اسلام ، علما ورثه دِ انبیاء علیهم السلام بللی؛ دا ورثه کوم خصوصیات باید ولری ؟ ځکه هر تعلیم یافته ،وارث کیدی نشی ،نو ځکه یی فساد دِ عالم ، فساد دِ عالم او لویه تباهی بللی او دښمنان
    هم له دغه نقاب استفاده کړی .
    قرآنکریم فرمایی: مثل الذین حملوا التورات ثم لم یحملوها کمثل الحمار یحمل اسفارا.
    حضرت سعدی د دی آیت مطلب په شعر کی داسی افاده کوی:
    علم چندانکه بیشتر خوانی ـ چو عمل در تو نیست نادانی
    نه مُحقق بود ،نه دانشمند ـ چارپایی برو کتابی چند
    آن تهی مغز را چه علم و خبر ـ که بر او هیزم است یا دفتر
    خلاصه دا چي وارثان د انبیاء ع ډیر کم دی ؛ حتی هر شیخ او هر دکتور که سالم عمل او صداقت ونلری ،دی دایری ته داخلیدی نشی.
    او که امام اعظم ابو حنیفه رح ځان مستحق د ماموریت نه بولی نو بیا ندیمان او آغاخیل څوک دی چي ځان مستحق بولی ؟

  2. د جناب عبدالباري جهاني صاحب ټولې لیکنې په مینه او په تلوسې سره لولم . هریوه لیکنه یې کتابونه خبرې لري .
    زما مشوره داده چې دا خوږه او له معلوماتو ډکه لیکنه حتما ولولي . ډېر خلک لا تر اوسه سلطان محمود غزنوي سره رحمه الله هم لیکي . له کنځلو او چټیاتو لیکلو نه تېر شئ او د جهاني صاحب او د ګران ورور ډاکتر همت هره تبصره د زړه په سترګو ولولئ او خوند تې واخلئ .

  3. د ملايانو په اړه دښځو فولکوريک تشخيص داسي کره دۍ.. چي د کتاب( قرأن شريف) مخي ته ګورم…. په جنتو کي د ځاي نه وينم ميينه.

  4. مُلایان هم د ټولنی نورو اقشارونو غوندی یو قشر دی. لکه څنګه چی د تاریخ په اوږدو کی د داخلی او خارجی شرائطو همدارنګه د اقشارو د فکری جوړښت په اقتضاء هر قشر په یو خاص تاریخی پړاؤ کی سختی تاکتیکی او ستراتژیکی تیروتنی او اشتباهات کړی دی یا په دستوری او آګاهانه توګه د اشتباهاتو ګودال ته ور ټیله سوی دی نو مُلایان هم ددی قاعدی څخه مستثنی نه دی ( د امان الله خان او ګوډ مُلا څخه نیولی بیا د نن ورځی تر وضعیت پوری ټول د ژئوپولیټیکی لوبو محصول دی ) .
    ولا دا اخوند ډرویزه هم جالب مُلا ؤ ( جاهل مُلا یا جاهل امی او عامی په جاهلانه فضاء کی ښه جاهلانه وده کوی ، .معاویه او په جنازه کی ئی د ملائکو د ګډون ازدحام؟ ).
    په هر حال، افغانان باید خپل اوسنی دردونه د حال او قال په اعتراضی ژبه د غربی ناځوانو او جفاکارو رهبرانو تر غوږونو ور ورسوی او د مُلا د مطلقی استیلاء په هکله د غربیانو خصوصاً انګریزانو او امریکائیانو څخه بشپړ او قانع کوونکی توضیحات وغواړی.

  5. اصلاً مذاهب او د مذاهبو تاريخ او بيا په مذهبونو کې څېرې دا ډېر مهم بحث ده، تر نن ورځې موږ ټولو مسلمانانو ته سلطان محمود غزنوي يو اتل او د اسلام فاتح ښکاري، خو که تاريخ ؤګورو د سلطان محمود غزنوي جنګ د اسلام لپاره نه وه، بلکې د اسلام تر عنوان لاندې يې د خپلو ګټو او د هندوانو د خزانو د لوټلو لپاره جګړه کول.
    پۀ تاريخ کې اکثريت جنګونه د مذهب تر نوم لاندې شؤي دي، سليبي جنګونه، په اسلام کې خپل منځي جګړې…
    د اسلام پۀ تاريخ کې د حضرت محمد لۀ وفات څخه وروسته د واک پر سر اختلاف را منځته شوی ده او تر اوسه دا اختلاف ليدل کيږي.
    بله موضوع چې اشاره ؤرته شوې ده او پۀ ټولو اديانو کې مطرح ده، د جنت موضوع ده.
    جنت پۀ ټولو اديانو کې مطرح ده او ټولو اديانو په يو نه يو ډؤل جنت ته اشاره کړې ده.
    د دين د تح ليل لپاره بايد تاريخ هم پۀ نظر کې ؤنيول شي او د دين د بيان لپاره ډېره تکيه بايد پۀ قرآن کريم ؤشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب