شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې یو کس له ۵۳ میله وسلو سره یو ځای ونیول...

ننګرهار کې یو کس له ۵۳ میله وسلو سره یو ځای ونیول شو

تاند (شنبه د میزان ۲۶) د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، پولیسو نن په دې ولایت کې یو کس د وسلو د قاچاق په تړاو نیولی دی.

ددغه ولایت له رسنیز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پولیسو د تاج الدین په نوم دغه کس له ۵۱ میله تومانچو او دوه میله کلاشنکوفونو سره یو ځای د مهمند درې ولسوالۍ اړوند ډکې سیمه کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې نیولی دی.

د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال غلام سنایي ستانکزی وايي، دغه کس له پاکستان څخه افغانستان ته وسلې انتقالولې چې د پولیسو له خوا نیول شوی، چې ډېر ژر به د قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د نوموړي په وینا نیول شوی کس د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او ډېر کله خلک د هدفي وژنو ښکار کېږي، خو چارواکي بیا په دې برخه کې په پراخه کچه د امنیتي تدابېرو د نیول کېدو خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب