پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeټولنیزملت جوړونه او زموږ مسؤلیت

ملت جوړونه او زموږ مسؤلیت

شهزاد آریوبي – د افغانستان سفیر، پراګ

د اټکل له مخې د افغانستان د وګړو په سلو کې دري شپیته ( ۶۳٪) ځوانان دي چې د هېواد لپاره یوه ستره پانګه جوړوي. که دغې پانګې ته پاملرنه وشي، او په سمه توګه مدیریت شي، نو د افغان ملت په جوړولو کې دا ځوانان تر بل هر څه مهم، اساسي او مرکزي رول لوبولی شي.

هغه هیوادونه چې کولی شي له خپل ځوان قشر سمه ګټه واخلي، کېدی شي چې د نړۍ پیاوړي او پرمختللي هیوادونه وګرځي. که د اوسنیو افغان ځوانانو پوهه، ذهني روښانتیا او انرژي په سمه او مؤثره توګه مدیریت شي، کولی شي چې د خپلې پوهې په رڼا د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېرې تیارې لارې روښانه کړي.

د دې پرعکس، هغه هیوادونه چې د ځوانانو اهمیت درک نه کړي، د ژوند په هره څانګه کې وروسته پاتې کیږي. د افغانستان د وروسته پاتې والي، شتو ستونزو او نا امنیو یو سبب هم دا دی چې ځوانان مناسب ملاتړ نه لري.

افغان ځوانان د نورې نړۍ په شان غواړي چې له جګړې، بې وزلۍ، بې کارۍ او نابرابرۍ څخه پاک چاپیریال کې ژوند او کار وکړي. دوی د یوه داسې چاپیریال لرلو ته هیله مند دي چې په کې د انسان په وسیله د انسان استحصال نه وي، او د رنګ، نسل، ژبې او جنیست پر بنسټ په کې له چا سره تبعیض نه کیږي. د داسې یوخ چاپیریال رامنځ ته کول ستونزمن دي خو ناممکن نه دي.

که له یوې خوا، د دولت دنده ده چې ځوانانو ته فرصتونه برابر کړي څو د هغوی له وړتیا او انرژۍ څخه په اغیزمنه توګه کار واخیستل شي او د یوه ښیرازه ملت په جوړونه کې موثر تمام شي، بلې خواته، میندې او پلرونه او کورنۍ هم لوی مسؤلیت لري. دوی باید خپلو ځوانانو کې له هېواد سره د مینې او هېواد پالنې احساس وروزي. کله چې د هیواد پالنې په احساس سنبال ځوانان ولرو، ملت پخپله جوړېږي.

راځئ چې هر یو د ملت جوړونې لپاره یو څه مسؤلیتونه پر ځان ومنو:

  • تعلیم باید په خپل ځان، خپلو بچیانو جبري کړو. باید په ټولنیزه توګه دا باوري کړو چې په ټولنه کې مو ټول وګړي د پوهې او تعلیم د ترلاسه کولو چانس ولري او بشپړ یې کړي.
  • باید د خیر ښیګڼې په کارونو کې برخه واخلو او یو بل ته د مرستې او ملاتړ لاس ورکړو.
  • د ټولنې د وګړو حقونه او مسؤلیتونه باید روښانه کړو. په دې اړه باید هم په انفرادي او هم په ډله ایزه توګه د عامه پوهاوي د زیاتولو لپاره کار وشي. زموږ ډیر خلک لا هم په یوه واحده ټولنه کې د خپلو حقونو او د ټولنې په وړاندې له خپلو مسولیتونو څخه خبر نه دي.
  • له نورو ځوانانو سره د باور جوړونې، لېوالتیا او ځان بسیاینې په برخو کې مرسته وکړو.
  • په هره برخه کې نویو راغلیو کسانو ته سمه لاره ور وښیو، او په ښه توګه یې ملاتړ وکړو.
  • په نړۍ کې د خپل هېواد او ملت په اړه یو ښه، مثبت انځور او تصور ته وده ورکړو.
  • زموږ ولس په بېلابیلو برخو کې کار ته اړ دی. په هره برخه کې چې مونږ مهارت او استعداد لرو، د هیواد په ګټه یې وکاروو، او په هماغه برخه کې په صداقت کار وکړو.
  • زموږ د خپلې ټولنې د کلتور، عنعناتو او ښو دودونو په پراختیا، بیا راژوندي کولو او وده کې برخه واخلو.
  • د ملي پالیسیو په عملي کولو کې چې د افغان ولس د خیر ښېګڼې لپاره جوړيږي له دولت سره مرسته وکړو.
  • ځوانان تر ټولو زیات د ترهګرۍ قربانیان دي. دوی د ترهګرۍ د ناوړه پېښې په ورکاوي کې مهم رول لوبولی شي. په دې برخه کې هم خپله هڅې وکړو او هم نور وهڅوو.
  • د افغان ځوانانو ذهنونه له خوځنډه، عملي او رغوونکو نظرونو او مفکورو څخه ډک دي. د دوی له نظریاتو څخه سمه ګټه اخیستنه زموږ هېواد ته د سوکالۍ، پرمختګ، پر ځان بسیاینې او ملت جوړونې نوې لارې پرانیزي، نو د ځوانانو له نویو نظریو څخه باید ګټه واخلو او هغوی نورهم وهڅوو.
  • په ټولنیزو چارو کې د ځوانانو ګډون، او د دوی خوځښت مهم دی، ځکه همدا د دې هیواد انرژي ده او د دې هیواد راتلونکې هم د دې قشر دی.
  • ځوانان ستونزې پیژني او د هواري لپاره یې د نوې عصر او زمان سره سمې حل لارې وړاندې کولی شي. دوی د ټولنیز خوځښت اساسي ځواک دی، له دغه ځواک څخه باید د هغو ستونزو په هوارولو کې په موثره توګه کار واخیستل شي چې زموږ ولس او ټولنه ترې دا وخت کړېږي.
  • یو شمیر کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره د ځوانانو ‌ذهنونه یو د بل په وړاندې له تبعیض، تعصب او د قومي، ژبنيو، سمتي په شمول له بېلابېل ډول کرکو څخه ډکوي. دا ډله کسان چې د هر قوم، هرې ژبې او هر سمت وي، د ولس د هوساینې او پرمختګ لپاره هیڅ رغنده نظریه نه لري. دغه ډول خلک باید له پامه وغورځوو او هېڅ ننګه او ملاتړ یې ونه کړو.‌

1 COMMENT

  1. سلام
    له څو مهمو لا ملو نو یو لامل ستا دلیکنې په اړه
    څلورنیمو لسیزوجنګ او جګړو موږ بې عاطفې،بې رحمه ، بې تفاوته دداغ تناره سیاستوال اوسیاسیون کړ و
    درې نسله به دې کړکېچ کې راهسک او لوی شول چې فیصدی یي هم لوړیږی .دې ځوان نسل ډیرې ناوړه پيښې ،ټولنیزه دردونه، وژنې، لوټماری اوهراړخیزه غیر اخلاقی او نه مننونکی جنایتونه یې ولیدل او تجربه کړل. په ټولیز روان کې د عاطفې او زړه سوي ، اخلاقي مسئولیت ځای د ګټې او مادي غلا جنون ،واسطې اوشخصی اړیکو ونیوه او په دې توګه موږ بې احساسۍ اوجلا لارې ته برابرکړواو په جلا برخو يې ووېشلو! د انساني عاطفې او خواخوږی کړۍ مو له انسانیته راټیټه شوه، تر ملته خو پرېږده حتي تر کورنۍ راټيټه او کمزورې شوه،و روسته بیا تر قوم اوقبیله را پاتې کیږی ، تر دې بریده چې اوس یوازې تر کورنۍ پورې راپاتې ده، که دا حالت دوام وکړي تر وګړي ( فرد) پورې هم راکمېد لای
    شي، دې پړاوته د فردګرایی د عقد و او انزوا زور بالای زور زمانه وايي نه ملت جوړونې. که خدای مه کړه دغه پړاودوام ومومی بیا د خوانانو، زړو، ماشومانواو نورو…….مادی او معنوی ګتو لپاره کوم توپیرنه شته مسولیت هم نشته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب