شنبه, مې 4, 2024
Homeمیرمنافغان مېرمنې د ننګونو پر وړاندې/  اکمل اتش

افغان مېرمنې د ننګونو پر وړاندې/  اکمل اتش

زمونږ ټولنه بدبختانه ځینو ناوړو فرهنګونو ځپلې ده، چې اغېزه یې د ټولنې په هر قشر کې محسوس کیږي. یو له هغې څخه مېرمنې دي، چې اکثریت واک یي د نارینوو په لاس کې دی. له کور کارونو نیولې  تر بهره بې غیر له سړي څخه خپل کار؛ په خپل اختیار نشي ترسره کولای او د خپل ژوند کړنلاره یي تر مرګه دې سړي په لاس کې وي.

نارینه د ستونزو پر وړاندې یوڅه دریځ غوره کولای شي، خو مېرمنې د ستونزو پر وړاندې یوازې د سړي خوښې ته ناستې وي او ددوي طمع خلاف دریځ نشي غوره کولای.

زمونږ په ټولنه کې هغه ارزښتونه مېرمنو ته ورکړل شوي چې هیڅ په درد ورته نه خوري، څوک یي دې کور رحمت او رڼا یادوي او ځینې یي د ایمان بشپړوونکي ګڼي. دغه ارزښتونه نشي کولای چې ددوي ستونزې ورحل کړي او نه به یي په دې سره ژوند ښه شي، ځکه همدې ارزښتونو سره سره د انساني حقوقو څخه محرومې پاتې دي.

دا باید ومنو چې په ښاري او په ځینو اطرافي سیمو کې پرمختګونه تر سترګو کیږي، خو لا هم په ځینو اطرافي سیمو کې میرمنې یوازې د نارینوو ننګ او غیرت شمېرل کیږي. هلته د ښځو د حقوقو په اړه هیڅ هم نشته، د انساني سلوک له دایرې څخه وتلي دي او د ځینو ناوړو رواجونو په اساس په بدو  کې ورکول کیږي، چې په دې سره خپل ژوند د ډوبیدو په حال کې ګوري او له بې وسۍ ناهیلی ژوند تیروي.

ددغو ستونزو حل څه دی؟ د مېرمنو اساسي حق دادی چې د لومړیتوب حق ترې وانخلو او د انسان په سترګه ورته وګورو او د نارینوو عوندې د زده کړو حق ورکړو. د میرمنو پر وړاندې د پراتو خنډونو د له منځه وړلو لپاره اساسي لار د مېرمنو سواد دی، چې کورنۍ او نسلونه روزي. زمونږ د سیمې ریښتینی اتل هغه څوک دی چې په خپله لور درس وایي او د راتلونکي په اړه یي هیله من وي، نه داچې یوازې د ولور او د کور د خدمتګارې هیله ترې ولري.

د مېرمنو په وړتیاوو کې هیڅ شک نشته، مېرمنې کولای شي؛ رهبریت ترسره کړي. په حکومتونو کې چې څومره نارینه په فساد کې ښکېل دي؛ مېرمنې په نشت کې حساب دي، نو لومړیتوب ورکړئ، ځکه ښځه د انساني حقوقو څخه د محرومیت نوم نه دی، ښځه له عقل څخه نه ده محرومه. ښځه ددې وړتیا لري چې خپلواک محبت او مینه ولري او دې نارینوو په څېر په حکومت کې ګډون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب