دوشنبه, جون 17, 2024
Homeخبرونهپه ۶ میاشتو کې له پاکستانه ۵۹۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه...

په ۶ میاشتو کې له پاکستانه ۵۹۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

تاند (چهارشنبې، د جوزا ۲ مه) هغه مرستندویې موسسې چې له پاکستان سره په پوله کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته خدمات وړاندې کوي وايي، د تېر کال د سپټمبر له ۱۵مې نېټې څخه د روان کال د مارچ تر ۱۸مې پورې شاوخوا ۵۹۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د مرستندوبو موسسو سرحدي کنسورشیم نن چهارشنبه د مې ۲۲مه (د جوزا ۲مه) په یوه ګډ بیان کې ویلي چې له ۳۷۶ زره ډېر افغان کډوال د تورخم له لارې او تر ۱۹۶ زره ډېر د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د مهاجرت نړيوال سازمان، د ډنمارک د کډوالو شورا، د ناروې د مهاجرو شورا، د سره صليب نړيوال فدراسيون او د سرې مياشتې ټولنې او نور سازمانونه د دې سرحدي کنسورشیم غړي دي.

د بیان له مخې د خرلاچۍ او غلام خان له لارو افغانستان ته د لږ شمېر افغان کډوالو راستنېدا ثبت شوې ده.

مرستندویو ادارو ویلي، چې د تېر کال له سپټمبر راهیسې له پاکستانه شاوخوا ۵۲۹ زره راستانه شوي افغان کډوال د ډیورند کرښې په اوږدو کې د مرستو د پروګرامونو تر پوښښ لاندې راغلي دي. په بیان کې یادونه شوې چې د طالبانو حکومت د نړیوالو موسسو له خوا د خوراکي او غیر خوراکي توکو پر مرستو سربیره، له پاکستان څخه راستنې شوې هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ او یو سیمکارت ورکوي.

دغه کنسورشیم وايي، په سپین بولدک او تورخم کې ثبت شوي معلومات ښيي چې ۸۷ سلنه راستانه شوي کسان خپلو ولایتونو ته د ستنېدو اراده لري او ۸۲ سلنه یې په خپلو اصلي سیمو کې د مېشتېدو په لټه کې دي. خو له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوال غواړي چې په ننګرهار، کندهار، کونړ، کابل او کندوز کې مېشت شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بې ځایه شویو کسانو د شبکې د راپور له مخې، د دې احتمال شته چې راستنیدونکي کډوال په افغانستان کې د اوسیدو د شرایطو د نشتوالي په ګډون په بېلابېلو دلایلو یو ځل بیا مهاجرت پیل کړي.

د شبکې په وینا، راشتانه شوي کډوال په افغانستان کې د خوندیتوب له جدي خطرونو سره مخامخ دي ځکه چې دوی له شتمنیو، معلوماتو او راشتنېدو ته د چمتووالي لپاره له وخت راشتانه شوي دي.

په ١٧ مياشتو کې له پاکستان څخه ننګرهار ته ٥٦ زره کورنۍ راستنې شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب