Homeخبرونهروسیې خپل وګړي افغانستان ته له سفر کولو منع کړل

روسیې خپل وګړي افغانستان ته له سفر کولو منع کړل

تاند (۴شنبه، د جوزا دویمه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له روسي اتباعو غوښتي، چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

د روسیې سپوتنیک خبري اژانس ویلي، چې دا غوښتنه تر هغې وروسته د یوې اعلامیې له خپرولو سره شوې، چې د افغانستان په شمالي ولایت بامیان کې پر بهرنیو سېلانیانو مرګونی برید وشو او مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه واخیست.

روسیې د افغانستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی او له خپلو وګړو یې غوښتي، چې د سیاحت په ګډون دغه هېواد ته له هر ډول سفر کولو ډډه وکړي.

طالب چارواکو په بامیان کې پر بهرنیو سېلانیانو له برید وروسته ویلي، چې د امنیت ښه کېدو کلک تدابیر یې نیولي او د اندېښنې وړ څه نشته.

تر دې مخکې یو شمېر نورو هېوادونو هم خپل وګړي افغانستان ته له سفر کولو منع کړي او د افغانستان وضعیت یې د اندېښنې وړ ګڼلی، خو پر افغانستان واکمن طالب چارواکي د بشپړ امنیت ادعا لري او هر ډول امنیتي اندېښنې ردوي.

د بامیان د برید په اړه د طالبانو استخباراتو ته منسوبې رسنۍ « المرصاد» په یوه لیکنه کې پاکستان تورن کړی و، چې یاد شوی برید یې له کوټې څخه د یو شمېر استولو هزاره جنګیالیو په وسیله کړی او مسوولیت یې د داعش په نوم اعلان کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...