شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد عمران خان ویاند د نرښځیانو برید کې وژل شوی

د عمران خان ویاند د نرښځیانو برید کې وژل شوی

تاند (۴شنبه، د جوزا دویمه) پاکستاني رسنیو د یو شمېر نرښځیانو د برید له امله، د تحریک انصاف ګوند د ویاند روف حسن د وژل کېدو خبر ورکړی.

د دغه ګوند رهبر د پاکستان پخواني زنداني شوی صدراعظم عمران خان دی.

ویل شوي، چې د هغه پر ویاند په اسلام اباد کې یو شمېر نرښځیانو برید کړی، چې لومړی سخت ټپي شوی او بیا د ټپونو له امله مړ شوی.

پاکستاني پولیسو دا برید د نرښځیانو کار ګڼلی او ویلي، چې حسن د یوه شخصي تلویزون مخې ته د برید هدف ګرځول شوی.

تحریک انصاف ګوند بیا ویلي، چې پر حسن ناڅرګندو کسانو برید کړی او دوی یې په کلکه غندي او حکومت د قانون په تطبیق کې پاتې بولي.

د پېښې په تړاو نور جزییات نه دي روښانه شوي.

3 COMMENTS

  1. 🤣🤣🤣اینه گندگی!!!

    دیگر هاره مار میخوره، اِی بيچاره ره بقه کور

    • نرښځیانو هم جهاد شروع کړو. ماشاالله. چې وژل او مال غنيمت او شوکه پکې ته وي، بیا خو غیرت نه شو.

  2. ظالمانو لږ خو ګوګل څار کوئ؛. روغ رمټ سړی مو وژلی؛ نرښځانو د سنت ریخیلو پتری پرې راکش کړای وو. ای ایس ای پاکستاني مولایان؛ نرښځیان او فاحشي یو دول کاروي؛

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب