Homeخبرونهآلمان، افغانستان سره شاوخوا ۷ میلیونه ډالره بشري مرسته کوي

آلمان، افغانستان سره شاوخوا ۷ میلیونه ډالره بشري مرسته کوي

تاند『شنبه د زمري ـ اسد ۲۵مه』د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د اګست ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې له افغان ولس سره به ۶٫۸۷ میلیونه ډالره بشري مرسته وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان خلک له سخت بشري ناورین سره مخ دي او شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي په دې هېواد کې د کافي خوړو، څښاک اوبو او درملو ته لاسرسی نه لري.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې دا مرسته اعلانوي، چې د ناروی د کډوالو د شورا رییس وایي د افغانستان اوسنی وضعیت له پخوا هم بحراني شوی او نړیواله ټولنه باید د واټن پر ځای د بشري او پرمختیایي مرستو پر برابرولو کې اقدام وکړي.

یان ایګلند په هغه پیغام کې چې د طالبانو د بیا واکمنېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت خپور کړی، خبرداری ورکړی چې د افغانستان په اړه بې‌ پروايي به پراخ ناوړه انساني پایلې ولري.

ایګلند له مرستندویه هېوادونو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې خپل دیپلوماتیک حضور بېرته پیل کړي.

د هغه په وینا، د سیاسي استازو ستنېدل کابل ته کولی شي د مستقیمو همکاریو زمینه برابره کړي او د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ په برخه کې به هڅې لا پیاوړې شي.

له بلې خوا پرون جمعه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت په خرابېدو دی او میلیونونه کسان په دې هېواد کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو د نړیوال پروګرام رییسه مري الن زیاته کړې چې په افغانستان کې، دغه سازمان د افغانانو د لوږې پر وړاندې د مبارزې او د مرستې لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

هغې ویلي، تر اوسه WFP په افغانستان کې شلو میلیونو کسانو ته مرسته رسولې ده، خو د هغې په وینا شپږ میلیونه افغانان لوږې سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...