تاند『شنبه د زمري ـ اسد ۲۵مه』هرات کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولان وایي، سږ کال په دې ولایت کې د انګورو حاصلات، د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوي دي.
مسوولان زیاتوي چې سږ کال به په هرات کې د انګورو حاصلات ۱۸۰زره ټنو ته ورسېږي.
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د طالبانو د کرنې د ترویج مدیر بشیر احمد احمدي رسنیو ته ویلي، چې سږ کال په هرات کې پر انګورو سربېره، نور کرنیز محصولات هم ډېر شوي دي.
بل لورته بڼوال د باکیفیته انګورو لاسته راوړلو ته هیلهمن دي.
د بڼوالو په خبره، سږ کال انګور هېڅ ډول ناروغۍ یا نباتي افت نه دي وهلي.
دغه راز د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سږ کال د انګورو تولید زیات خو بڼوال یې بازار کمرنګه یادوي.
دوی غوښتنه کوي چې حاکم نظام دې د دوی تازه میوو ته پر وخت د نړیوال بازار غمه وکړي او یا دې په کور دننه پانګوالو ته زمینه برابره کړي څو د ممیزو د پروسس کارخونې جوړې کړي او د دوی د انګورو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.