جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهافغان کرېکټ ملي لوبډله د اګست په ۲۹مه له پاکستان سره مخامخېږي

افغان کرېکټ ملي لوبډله د اګست په ۲۹مه له پاکستان سره مخامخېږي

تاند『شنبه د زمري ـ اسد ۲۵مه』د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د ملي لوبډلو ترمنځ درې اړخیزې سیالۍ به د اماراتو په کوربتوب په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.

دغه سیالۍ به د اګست له ۲۹مې نیټې څخه د سپتمبر تر ۷مې تر سره شي.

د خبرپاڼې له مخې، د دې سیالیو لومړۍ لوبه به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سنبلې په ۷مه، چې د اګست له ۲۹مې سره برابره ده، ترسره شي.

په ګروپي پړاو کې به هره لوبډله دوه ځله له خپلو سیالانو سره مخامخ شي او په پای کې به غوره لوبډلې پایلوبې ته لار ومومي.

دغه سیالۍ به د درېیو ګډونوالو ټیمونو ترمنځ اووه لوبې ولري، او اصلي موخه یې د آسیا جام سیالیو لپاره لا ښه چمتووالی دی.

افغان کرېکټ بورډ ټینګار کړی چې دا سیالۍ به د لوبغاړو د ترکیب د ارزونې، د ټیمي همغږۍ د ښه کېدو او د تخنیکي کچې د لوړولو لپاره یو ښه فرصت وي، څو ملي لوبډله د آسیا جام په سیالیو کې بریالۍ وځلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب