جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهټرمپ او پوتین د اوکراین په اړه کومې هوکړې ته ونه رسېدل

ټرمپ او پوتین د اوکراین په اړه کومې هوکړې ته ونه رسېدل

تاند『شنبه د زمري ـ اسد ۲۵مه』د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین ترمنځ د متحده ایالاتو په الاسکا کې د جمعې ورځې تاریخي کتنه وشوه خو د اوکراین سولې لپاره کومې هوکړې ته ونه رسېدل.

دواړو شاوخوا درې ساعته مخامخ خبرې وکړې.

دوی که څه هم رسنیو سره خبرو کې زیات جزییات ور نه کړل، خو خپلې خبرې یې «ګټورې» وبللې.

ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له پوتین سره پر ډېرو مسایلو توافق شوی او پرمختګونه رامنځته شوي دي.

خو بل لورته ولسمشر پوتین بیا ټينګار کړی، چې د جګړې لاملونه باید له منځه ولاړ شي، که نه نو دایمي سوله ناشونې ده.

دا لیدنه د اوکراین او روسیې له جګړې وروسته ده چې، ولسمشر ټرمپ د بیا واک ترلاسه کولو وروسته د اوکراین جګړې ژر پای ته رسولو او د سولې غوښتونکی دی.

که څه هم په دې کتنه کې د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلینسکي نه و، خو ټرمپ ویلي، چې روسیې، امریکا او اوکراین ترمنځ به درې اړخیزه ناسته جوړه شي.

کییف غبرګون نه دی ښودلی، خو زیلینسکي وړاندې ویلي وو، چې اندېښنه لري ټرمپ به د جګړې د کنګل کولو له لارې د روسیې د ځمکنیو لاسته راوړنو په رسمیت پېژندلو سره پر اوکراین سودا وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب