تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۲۵ مه) د مرستندوی او ژغورنې چارواکو ویلي چې په د سوات کې د سیندونو او ویالو له طغیان وروسته تر ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان خوندي سیمو ته انتقال شوي دي.
د پاکستان سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې د سختو سېلونو له امله نژدې ۲۰۰ کسان مړه شوي دي. هغوی زیاته کړه چې د هوا د خرابوالي له کبله یوه ژغورونکې څرخکه لوېدلې ده.
چارواکو د جمعې په ورځ (د زمري ۲۴مه) ویلي چې د سخت باران، ناڅاپي سېلابونو، تندر او د ودانیو د نړېدو له کبله د خیبر پښتونخوا په غرنیو سیمو کې مرګ ژوبلې پېښې شوې دي.
د پاکستان د ملي بحران د مدیریت ادارې د جمعې په ورځ ناوخته د مړو شمېر ۱۹۴ تنه اعلان کړ.
د خیبر پښتونخوا والي (ګورنر) شهاب علي شاه رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې تر ټولو ډېر زیان د بونبر سیمې ته رسېدلی، هلته سخت باران او سېلابونو د ۱۰۰ کسانو ژوند اخیستی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، یوه ژغورونکې څرخکه چې د سېلاب ځپلو لپاره یې د باجوړ سیمې ته مرستې لېږدولې، د خرابې هوا له امله راولوېده او د هغې پنځه تنه عمله ووژل شوه.
مرستندوی چارواکو په دوهم ځل تایید کړه، چې په سوات کې د سیندونو او ویالو له طغیان وروسته له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان خوندي سیمو ته انتقال شوي دي.
د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر اعلان وکړ، چې نوموړي د وروستیو بارانونو له امله د رامنځته شویو سېلابونو د څېړلو لپاره د بیړنۍ غونډې مشري کړې ده