Homeخبرونهمتقي: له امریکا سره د اړیکو عادي کول غواړو

متقي: له امریکا سره د اړیکو عادي کول غواړو

تاند(دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، د دوی حکومت غواړي چې له امریکا سره یې اړیکې عادي شي او دواړه لوري کولی شي خپلې اړیکې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ تنظیم کړي.

متقي د جاپان له کیودو خبري اژانس سره په مرکه کې له واشنګټنه وغوښتل چې له طالبانو سره خپله «مقابله کوونکې تګلاره» بدله او د افغانستان د اوسني وضعیت ته په کتو خپله تګلاره بیا وارزوي.

هغه وویل، طالبان اوس له نورو هېوادونو سره د خپلو اړیکو پر پراختیا تمرکز کوي او د دوی د حکومت په رسمیت پېژندل «بل پړاو» دی؛ یعنې دا مهال یې سمدستي لومړیتوب نه ګڼي.

متقي زیاته کړه چې طالبان غواړي له امریکا سره اړیکې د «متقابل درناوي او ګډو ګټو» پر بنسټ پراخې کړي.

روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی. لوېدیځ هېوادونه بیا د نجونو د زده‌کړو پر بندیز، د ښځو د کار پر مخنیوي او د بشري حقونو پر رعایتولو ټینګار کوي او دا مسایل له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو مهم شرطونه بولي.

متقي د نجونو د منځنیو او لوړو زده‌کړو د بیا پیل په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د دې کار لپاره کومه مشخصه نېټه ونه ښوده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغانستان او جاپان اړیکې «تاریخي او نژدې» وبللې او له جاپاني حکومت څخه یې وغوښتل چې په توکیو کې د افغانستان د سفارت د فعالیت د بیا پیل زمینه برابره کړي.

د روسیې له حکومت سره د طالبانو د پوځي او تخنیکي همکاریو په اړه متقي وویل، د روان کال په غبرګولي کې لاسلیک شوی هوکړه لیک د روسي وسلو د ترمیم او ساتنې لپاره دی او د ده په وینا، دا همکاري د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نه ده.

متقي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره هم د خبرو اترو ملاتړ څرګند کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...