Homeمقالېد ملي مشروعیت او یووالي اړتیا؛ د بهرنیو بریدونو پر وړاندې د...

د ملي مشروعیت او یووالي اړتیا؛ د بهرنیو بریدونو پر وړاندې د افغانستان د بقا لاره

محمد خالد وردګ / لاس انجلیس، کلیفورنیا

پاکستاني هوايي بریدونه نور یوازې د ډیورند فرضي کرښې شخړې نه دي، بلکې د افغانستان پر پلازمینه، لویو ښارونو، حاکمیت او ځمکني بشپړتیا یو سیستماتیک او منظم فشار ګرځېدلي دي. پر کابل او یو شمېر نورو ولایتونو ترسره کېدونکي بریدونه داسې بڼه اخلي لکه یو عادي پوځي عملیات. دا وضعیت یوازې نظامي اړخ نه لري، بلکې ژوره سیاسي او اسخباراتی معنا هم لري. کله چې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې ترینګلتیا لوړېږي، دا پوښتنه راپورته کېږي چې په اوسنی وصیعت کې افغانستان تر کومه بریده د خپل برخلیک واک په خپل لاس کې لري.

افغانستان دا مهال په یوه حساس تاریخي پړاو کې دی. اقتصادي زوال، پراخه لوږه او فقر د خلکو ژوند تر سخت فشار لاندې راوستی دی. د مهاجرو جبری شړل افغانستان ته پداسې وخت کې هېواد اقتصاد په ټأه درېدلی او نړیوالې مرستې تر ډېره کچه کمې شوی ستونځه لا ژوره کړې ده. د ښځو پر وړاندې بندیزونه، د نجونو د ښوونځیو تړل او د کار محدودیتونه نه یوازې کورنی نارضایتي زیاته کړې، بلکې افغانستان یې له نړیوال اقتصادي او سیاسي نظام څخه هم ګوښه کړی دی. نړیوال بندیزونه او د مرستو کمښت د همدې سیاستونو پایله ده. کله چې یو هېواد سیاسي انزوا ته ځي، اقتصاد یې هم ورسره سړېږي. پایله یې بېکاري، پانګې تېښته او د اسعارو کمزوري کېدل دي چې دا ټول د هېواد ملی امنیت او دفاع سره مستقیم تړاو لری.

تاریخ ښيي چې هغه نظامونه چې د ولس له پراخ ملاتړ پرته پر مخ ځي، د بهرني فشار پر وړاندې ژر نړېږي. مشروعیت یوازې د وسلو له لارې نه ترلاسه کېږي. مشروعیت هغه وخت رامنځته کېږي چې خلک ځان د نظام برخه احساس کړي. که ملت له حکومته واټن ونیسي، بهرني لاسوهنې اغېزمنې کېږي.

د نجات یوازینۍ لاره

که موخه دا وي چې افغانستان یو ځل بیا د پردیو د رقابت او نیابتي جګړو ډګر نه شي، اوسني واکمنان باید عملي ګامونه واخلي:

۱. ملي اجماع رامنځته کول

د یوه پراخ او رښتیني ملي تفاهم پرته ثبات ناشونی دی. باید یو ټولشموله ملي لویه جرګه راوغوښتل شي چې پکې د قومونو استازي، دیني عالمان، علمي متخصصین، ښځې، ځوانان او سیاسي شخصیتونه ګډون ولري. مؤقتي اداره باید په یوه دایمي، قانونمند او حساب ورکوونکي نظام بدله شي. که خلک په پرېکړو کې ونډه ولري، د نظام ملاتړ به وکړي.

۲. د ښځو د تعلیم او کار حق اعاده کول

د نجونو د ښوونځیو پرانیستل او د ښځو د کار حق تضمینول یوازې ټولنیزه موضوع نه ده، بلکې اقتصادي اړتیا ده. نیمه ټولنه له فعاله ژوند څخه ایستل، هېواد له نیمایي ځواک بې برخې کوي. همدا بندیزونه د نړیوالو بندیزونو او سیاسي انزوا یو اساسي لامل ګرځېدلي دي. که افغانستان غواړي اقتصادي ثبات او نړیوال تعامل بېرته ترلاسه کړي، باید په دې برخه کې بدلون راولي.

۳. د بهرني نفوذ مخنیوی او ملي حاکمیت پیاوړتیا

یوازې یو متحد او مشروع حکومت کولای شي د پاکستان د لاسوهنو او د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د دوامدارو فشارونو پر وړاندې ودرېږي. طالبان نور د غرونو چریکي ځواک نه دي؛ هغوی د دولت مسئولیت لري. دولتولۍ اداره، اقتصاد، ډیپلوماسي او پراخ ملي ملاتړ غواړي. حکومت غرونو ته نه شي انتقالېدای. که داخلي ملاتړ کمزوری وي، بهرنی فشار به تل زیاتېږي.

پایله

که نن د اصلاح اراده ونه ښودل شي، سبا به ډېر ناوخته وي. اقتصادي سقوط، سیاسي انزوا، د کډوالو راستېدل او امنیتي فشارونه کولی شي هېواد یو ځل بیا لوی بحران ته بوځي. تاریخ ثابته کړې چې غرور او انحصار پایدار نه وي. که مشروعیت پیاوړی نه شي، هر ډول بهرنی فشار به اغېزمن وي.

افغانستان نور د تجربو توان نه لري. وخت محدود دی. د ملي یووالي، مشروعیت او اصلاحاتو لاره یوازینۍ لاره ده چې هېواد له زوال، لوږې او نوي ناورین څخه ژغوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې» علمي- څېړنيز سیمینار

 محمد آصف احمدزی ادبي راپورتاژ ماشومان که د مشرق که د مغرب دي د ژړا او د خندا انداز یې يو دی د افغانستان د علومو اکاډمي هر...