تاند(سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۷ مه) نړیوال بانک وايي، طالبانو د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د ټولو دولتي لګښتونو نژدې نیمايي پر امنیت لګولي دي، په داسې حال کې چې اقتصاد د عوایدو د کمېدو، د کډوالو د ستنېدو او د سوداګرۍ د خنډونو له امله له سخت فشار سره مخامخ و.
نړیوال بانک د ۲۰۲۵ «افغانستان اقتصادي څار» د ۲۰۲۵ د دسمبر په راپور کې ویلي چې د امنیت اړوند لګښتونه ۹۶.۹ میلیارده افغانۍ (شاوخوا ۱.۴ میلیارد ډالر) ته رسېدلي، چې د ټول دولتي لګښت ۴۷.۸ سلنه جوړوي. په همدې موده کې پراختیایي لګښتونه که څه هم د تېر کال پرتله زیات شوي، خو بیا هم یوازې ۱۵.۷ میلیارده افغانۍ وو.
راپور وايي، د مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د حکومت ټول لګښتونه ۲۰۲.۹ میلیارد افغانۍ وو، حال دا چې عواید ۲۰۰.۹ میلیارد افغانۍ وو، چې له امله یې شاوخوا ۲ میلیارد افغانۍ (د ناخالص کورني تولید ۰.۱ سلنه) کسر رامنځته شوی.
نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې د افغانستان اقتصاد د میلیونونو کډوالو د ستنېدو، له پاکستان سره د اوږده وخت په مخه د لارو د بندېدو، او د خصوصي پانګونې د کمزوري کېدو له کبله لا هم له جدي ستونزو سره مخامخ دی، چې دا د تولید د ودې مخه نیسي.
د راپور له مخې، تمه ده چې د سړي سر عاید (Per capita GDP) په ۲۰۲۵ مالي کال کې شاوخوا ۴ سلنه راکم شي، چې بېوزلي به لا هم پراخه پاتې شي.
د انفلاسیون زیاتوالی
د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د انفلاسیون فشار زیات شوی، په دې توګه چې د نوومبر په میاشت کې عمومي انفلاسیون د تېر کال پرتله ۴.۷ سلنې ته رسېدلی، حال دا چې دا کچه په اکتوبر کې ۳ سلنه وه. دا زیاتوالی د خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو د لوړېدو له امله رامنځته شوی.
د خوراکي توکو انفلاسیون د تازه او وچو مېوو او غلو د بیو د لوړېدو له امله زیات شوی، او د غیرخوراکي شیانو انفلاسیون بیا د کورونو د کرایې او د روغتیايي لګښتونو د زیاتوالي له امله لوړ شوی دی.
نړیوال بانک وايي، د کورونو کرایې ځکه لوړې شوې چې د کډوالو د ستنېدو له امله د استوګنې غوښتنه زیاته شوې، او د درملو بیې ځکه لوړې شوې چې د پاکستان د پولو د تړل کېدو له امله د درملو واردات له نوو لارو ترسره شوي.
د افغانۍ وضعیت
افغانۍ د دسمبر په میاشت کې د ډالر پر وړاندې لږه پیاوړې شوې او د تېر کال پرتله یې ارزښت نژدې ۶ سلنه لوړ شوی، چې دا د بازار د نسبي ثبات او د سوداګریزو شریکانو پرتله د ټیټ انفلاسیون له امله دی. خو نړیوال بانک خبرداری ورکوي چې د حقیقي مؤثرې تبادلې نرخ ښيي چې د لنډ مهال لپاره د بیو سیالي کمزورې شوې ده.
د سوداګرۍ کسر زیات شوی
د سوداګرۍ کسر په چټکۍ زیات شوی دی. په داسي ډول چې د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۸.۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی، چې د کلني ناخالص تولید ۳۹ سلنه جوړوي. دا کچه تېر کال په همدې موده کې ۷.۱ میلیارد ډالره وه.
دا خرابوالی د وارداتو د قوي تقاضا او د ترانسپورټ او لوژستیک د لګښتونو د زیاتوالي له امله رامنځته شوی، ځکه سوداګري د بدیلو لارو له لارې ترسره کېږي.
صادرات د دسمبر په میاشت کې ۲۵ سلنه د ورتېرې میاشتې پرتله او ۱۵ سلنه د تېر کال پرتله راکم شوي او ۱۶۲ میلیون ډالرو ته رسېدلي، چې لوی لامل یې له پاکستان سره د پولو ستونزې بلل شوي دي.
د مالي کال تر دې دمه ۸۴ سلنه صادرات خوراکي توکي دي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون او د بیو د بدلون پر وړاندې لا ډېر زیانمن کوي.
د صادراتو نوې لارې
هند د افغانستان تر ټولو لوی صادراتي بازار ګرځېدلی، چې د دسمبر په میاشت کې یې له ۶۱ سلنې زیات صادرات جذب کړي او د مالي کال په کچه یې ونډه ۴۳ سلنه ده، په داسې حال کې چې د پاکستان ونډه لا هم راکمیږي.
ازبکستان هم د افغانستان د صادراتو ونډه ۷.۷ سلنې ته لوړه کړې، چې دا د بدیلو سیمهییزو بازارونو پر لور د افغانستان د زیاتې تکیې نښه ده.
واردات لا هم لوړ دي
سره له دې چې سوداګریز خنډونه شته، واردات د دسمبر په میاشت کې د تېر کال پرتله ۵ سلنه زیات شوي او ۱.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلي، چې لویه برخه یې له ایران او منځنۍ اسیا څخه راغلې ده.
د مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې ټول واردات ۱۶ سلنه زیات شوي او ۹.۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلي، چې لامل یې د اومو موادو، ماشینونو او ترانسپورتي وسایلو لوړه غوښتنه ده.
دولتي عواید
د کورنیو عوایدو راټولونه نسبتاً قوي پاتې شوې او د مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د تېر کال پرتله ۱۵.۱ سلنه زیات شوي او ۲۰۰.۹ میلیارد افغانیو ته رسېدلي، چې دا د مالیاتو د ښه تطبیق او د ګمرکونو د ښه مدیریت پایله ده، سره له دې چې د پاکستان له لورې د پولو عواید کم شوي دي.
راپور وايي، سبسیډۍ او مرستې زیاتې شوې دي، ځکه چې راستنېدونکو کډوالو، زلزلو ځپلو کورنیو او بېوزلو خلکو ته مرستې ډېرې شوې دي، خو نړیوال بانک خبرداری ورکوي چې پر امنیت د ډېر لګښت، د پانګونې کمزورۍ او بهرنیو خطرونو ته پام د دوامداره اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د ښه کېدو پر وړاندې جدي خنډونه دي.