Homeخبرونهبښنې نړیوال سازمان: د رسنیو د ملاتړو ادارو د جوازونو لغوه کول...

بښنې نړیوال سازمان: د رسنیو د ملاتړو ادارو د جوازونو لغوه کول د رسنیو د ازادۍ مخنیوی دی

تاند ( سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۷مه) د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت له لوري د هغو بنسټونو د جوازونو پر لغوه کېدو او د فعالیتونو پر ځنډېدو جدي اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې له خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي.

یاد سازمان ویلي، چې طالبان هڅه کوي په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ مخه ونیسي.

د بښنې نړیوال سازمان نن سه شنبه د خبرپاڼې په خپرولو سره دغه اقدام بې رحمانه کړنه یاده کړې ده.

په خبرپاڼه کې دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او دغو بنسټونو ته بیرته د فعالیت اجازه ورکړي.

یاد سازمان داسې مهال دا اندېښنه ښيي چې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو له دریو ملاتړو سازمانونو پرته د نورو ټولو بنسټونو جوازونه لغوه کړي او پر فعالیت یې بندیز لګولی دی.

طالبانو ویلي، دغو بنسټونو په نړۍواله کچه د افغانستان د رسنیو ملاتړو سازمانونو باور ته زیان اړولی و.

یاد وزارت زیاته کړې وه چې، د خبریالانو او رسنیو له پرله‌پسې شکایتونو وروسته یې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو هراړخیزه ارزونه کړې او دا اقدام یې اخیستی دی.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کوي چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه د افغانستان لپاره د معلوماتو د ازاد جریان، د حقایقو د خپرولو او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره حیاتي ارزښت لري او د هغوی فعالیت محدودول د بیان د ازادۍ له اصولو سره په ټکر کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...