تاند ( سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۷مه) د لغمان ولایت د ترافیکو مدیریت د مهترلام ښار په مرکزي ساحو کې پر عمومي سړکونو د رېکشاوو پر تګ راتګ بندیز ولګوه.
د دې پرېکړې موخه د ښاري نظم ټینګښت، د عامه تګ راتګ خوندیتوب، او پر سړکونو د بېنظمۍ مخنیوی یاد شوی دی.
د طالبانو د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت ویلي چې، دا پرېکړه د چهارشنبې له سهار ۷:۰۰ بجو وروسته عملي کېږي.
سرچینې زیاته کړې چې، له یادې مودې وروسته ریکشا چلوونکو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د ښار دننه په عمومي سړکونو کې تګ راتګ وکړي.
د طالبانو د ترافیکو مدیریت له لوري د ریکشاوو لپاره ځانګړي خط السیرونه او ساحې ټاکل شوې او ټول ریکشا چلوونکي مکلف ګڼل شوي، چې یوازې په همغو مشخصو سیمو کې فعالیت وکړي او له هغو لارو او ساحو څخه چې تګ راتګ پکې منعه شوی،ډډه وکړي.
سرچینې ریکشا چلوونکو ته خبرداری ورکړی، هر هغه څوک چې له ټاکل شویو اصولو او مقرراتو سرغړونه وکړي، د نافذه قوانینو له مخې به ورسره چلند وشي.
تر دې وړاندې طالبانو د روانې میاشتې په لومړیو کې په هرات او ننګرهار ولایتونو کې هم د ښارونو په مرکزي سیمو کې د رېکشاوو پر تګ راتګ بندیز لګولی و.
عام خلک بیا د رېکشاوو د بندیز پر پرېکړه نیوکه کوي چې، له امله یې خلکو ته د تګ راتګ برخه کې یې لا نورې ستونزې زیاتې کړې.