Homeخبرونهامریکا د خپل یوه تبعه د خلاصون لپاره له طالبانو سره په...

امریکا د خپل یوه تبعه د خلاصون لپاره له طالبانو سره په خبرو بوخته ده

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۷ مه) د امریکا حکومت د هغه سړي د خوشې کېدو لپاره خبرې اترې کوي چې د کولوراډو ایالت اوسېدونکی دی او له تېر یوه کال راهیسې په افغانستان کې د طالبانو له خوا بندي دی.

د امریکايي ورځپاڼې کېمرا د راپور له مخې، ۶۴ کلن ډینس کوایل، چې د پویبلو ښار اوسېدونکی دی، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۷مه نېټه د خپل کار ځای ته نژدې د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست له خوا ونیول شو. د کوایل کورنۍ وایي، هغه د یوې علمي څېړنې په چوکاټ کې د افغاني ټولنو د ژبو د ملاتړ لپاره کار کاوه. کورنۍ یې دا معلومات په یوې ویبپاڼه کې خپاره کړي چې د هغه د خوشې کېدو لپاره کمپاین کوي.

د کوایل درې خویندو او ۸۳ کلنې مور نهه میاشتې له هغه سره هېڅ اړیکه نه لرله، تر هغه چې وروسته پوه شول ژوندی دی. د هغه خور، مولي لانګ، د همدې میاشتې په پیل کې نیوز نېشن ته وویل چې کوایل په نژدې بشپړ یوازېتوب کې، د یوې زېرخانې (بیسمنټ) په څېر ځای کې ساتل کېږي. د کورنۍ په وینا، هغه ته طبي خدمات نه شته او حتی تشناب ته د تلو لپاره هم اجازې ته اړتیا لري.

لانګ نیوز نېشن ته وویل:
«هر ځل چې د هغه زنګ راځي، موږ د هغه د خلاصون په اړه لا نهیلي کېږو.»

خو طالب چارواکو سي‌بي‌ایس نیوز ته ویلي چې د کوایل روغتیايي حالت ښه دی او د «بند د حقونو درناوی یې کېږي». هغوی دا هم ویلي چې د هغه د قضیې رسمي محاکمه به «ژر» پیل شي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دوشنبې د راپور له مخې، د ټرمپ اداره او د افغانستان حکومت له څو میاشتو راهیسې په پټه د کوایل په ګډون د امریکايي بندیانو د خوشې کېدو په اړه خبرې کوي. خو سرچینو ورځپاڼې ته ویلي چې خبرې درېدلې دي، ځکه افغان چارواکي ټینګار کوي چې د هر ډول تړون په بدل کې باید امریکا د ګوانتانامو له زندانه وروستی پاتې افغان بندي هم خوشې کړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې تېره اوونۍ ترې د کوایل د وضعیت په اړه پوښتنه وشوه، وویل چې هغه ډېر معلومات نه لري، خو دا یې هم وویل چې په دې اړه به «ډېر کلک دریځ» غوره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سي‌بي‌ایس نیوز ته په یوه بیان کې وویل:
«طالبان باید سمدستي ډینس کوایل او ټول هغه امریکایان خوشې کړي چې په افغانستان کې بندي دي، او د یرغمل نیونې د ډیپلوماسۍ تګلاره پای ته ورسوي. موږ ټولو امریکایانو ته یادونه کوو: افغانستان ته سفر مه کوئ. طالبانو کلونه کلونه امریکایان نیولي دي او د امریکا حکومت ستاسو خوندیتوب نه شي تضمینولی.»

کوایل د ۲۰۰۰مې لسیزې په پیل کې لومړی ځل افغانستان ته تللی و او هلته یې په قانوني ډول کار کاوه، څو «د افغانستان بډایه ژبنۍ تنوع وڅېړي او له افغان ټولنو سره مرسته وکړي چې په خپلو ژبو سرچینې رامنځته کړي»، د هغه کورنۍ وایي. دا د کولوراډو اوسېدونکی په کابل کې اوسېده او له ځایي خلکو سره یې پیاوړې او دوامدارې اړیکې جوړې کړې وې.

د هغه کورنۍ لیکلي:
«ډینس تل د زړه له کومي د افغاني کلتور صادقانه هرکلی کړی — د دودیز (افغاني) شین چای یې څښه، وچې مېوې به یې خوړلې، او له زړه به یې داسی خبرې کولې چې کلتورونه سره نښلوي. له افغان ولس سره د هغه مینه یوازې مسلکي نه وه؛ شخصي او له زړه وه.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...