تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۷ مه) ۱۵ کلن بلجیمي زدهکوونکي لورینټ سایمنز (Laurent Simons) په کوانټم فزیک کې خپله دوکتورا (پياېچډي) بشپړه کړه او علمي نړۍ یې حیرانه کړه.
د اروپايي هیوادونو رسنیو پرون (دوشنبې) راپور ورکړ چې لورینټ روانه اوونۍ په انټورپ (Antwerp) پوهنتون کې له خپلې څېړنیزې مقالې په بریالیتوب دفاع وکړه. لورینټ «د بلجیم کوچنی آنسټاین» بلل کېږي او ښايي هغه د نړۍ له تر ټولو کمعمره کسانو څخه وي چې په کوانټم فزیک کې یې پياېچډي ترلاسه کړې ده، خو په دې اړه د درحه بندۍ کوم رسمي نړیوال سیستم نشته.
لورینټ یوازې په څلور کلنۍ کې ابتدايي ښوونځی پیل کړ او په شپږ کلنۍ کې یې لومړنۍ زده کړې بشپړې کړې. په ۸ کلنۍ کې له لېسې فارغ شو. لیسانس یې په ۱۸ میاشتو کې واخیست. تر دولس کلنۍ پورې یې په کوانټم فزیک کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی و، او په دې موده کې یې د تور سورو (Black Holes) په څېر پر پېچلو موضوعاتو څېړنې کړې وې.

د هغه د پياېچډي څېړنې په پرمختللې کوانټمي میخانیک تمرکز درلود، چې پکې د معلوماتو تیوري (Information Theory) او د کوانټمي تورو سوړو یا سورو (Black Holes) او د کنډېنسډ مېټر سیسټمونو ترمنځ اړیکه هم شامله وه.
د راپورونو له مخې، لورینټ فوتوګرافیک حافظه لري او د هغه IQ ۱۴۵ ده، چې د نړۍ یوازې په ۰.۱ سلنه وګړو کې موندل کېږي. په یوولس کلنۍ کې د خپل نیکه او نیا تر مړینې وروسته، لورینټ له پياېچډي څخه هم لوړ هدف ځان وټاکه او پلان لري چې د انسان د عمر زیاتولو او ښايي د نه فاني کېدو (تلژوندي پاتې کېدو) په اړه څېړنې وکړي.
د امریکا او چین د ټګنالوژۍ لویو کمپنیو د لورینټ کورنۍ ته لوی وړاندیزونه کړي خو هغوی رد کړي دي.
لورینټ په پام کې لري چې د جرمني مونشن ته لاړ شي دوهمه دوکتورا په طبي ساینس او مصنوعي ذهانت کې واخلي.