پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهساینسپوهان وايي، په راتلونکې کې به د انسان عمر تر ۱۵۰ کلونو...

ساینسپوهان وايي، په راتلونکې کې به د انسان عمر تر ۱۵۰ کلونو اوږد شي

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۷ مه) د جنیټیک یوه متخصص سټیف هوروت (Steve Horvath) ادعا کړې چې د انسان د عمر د زیاتولو په څېړنو کې حیرانوونکې بریاوې ترلاسه شوې دي.

د دې څېړنو له مخې په راتلونکي کې انسانان ښايي تر ۱۵۰ کلونو پورې ژوند وکړي.

د امریکا د سن فرانسیسکو د (Altos Labs) طیي مرکز څېړونکی او د جینټیک متخصص سټیف هوروت وايي، بیولوژیکي ساعت او د بیا ځوانېدو (Rejuvenation) نوې تجربې دا امکان رامنځته کړی چې د زړښت بهیر ورو شي او ان شاته وګرځول شي.

هوروت وویل که څه هم دا لا نه شي ویلی چې دا به کله عملي شي، خو په دې کې هېڅ شک نشته چې په راتلونکي کې به د انسان د ژوند موده یا عمر اوږد شي.

هوروات په تاکید وویل: «زه هېڅ شک نه لرم چې دا به حتماً پېښ شي، هېڅ شک او پوښتنه پکې نشته» چې انسانان به تر ۱۵۰ کلونو پورې ژوند وکړي، او دا تر ډېره له دې برکته ده چې اوس د بیولوژیکي عمر د اندازه کولو او ښايي د بېرته راګرځولو توان هم رامنځته شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د بیولوژیکي عمر دقیقه اندازه کول له ساینسپوهانو سره مرسته کړې چې وپېژني کومې څېړنې او درمل رښتیا هم د زړښت پر بهیر اغېز کوي، نه دا چې یوازې د ناروغیو درملنه وکړي.

متخصصان وایي چې د اوږد عمر د څېړنو لپاره نوې ټکنالوژي او جینونو مطالعات اساسي رول لري. ښايي په نژدې راتلونکي کې دا ممکنه شي چې د انسان د ژوند حد له نننیو ۷۰ یا ۸۰ کلونو څخه ډېر زیات شي.

دا پرمختګ د طب او جین په برخه کې د انقلاب په معنا دی او کېدای شي په راتلونکو لسیزو کې د انسان د ژوند په اړه تصورونه په بشپړ ډول بدل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...