Homeخبرونهپه صوابۍ کې ۵ زېږېدلي ماشومان په پنځمه ورځ مړه شول

په صوابۍ کې ۵ زېږېدلي ماشومان په پنځمه ورځ مړه شول

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۷ مه) د خیبرپښتونخوا د صوابي د شاه منصور په باچاخان طبي کمپلېکس کې په یو وخت زېږېدلي پنځه ماشومان په پنځمه ورځ وفات شول.


د خیبرپښتونخوا رسنیو پرون (دوشنبې) راپور ورکړ چې په زېږېدلو ماشومانو کې یو هلک او څلور نجونې شاملې وې. د معلوماتو له مخې د ماشومانو پلار محمد نوید د نصیر محمد زوی دی او د صوابۍ د زیاتو سیمې د منصورخېل محلې اوسېدونکی دی.

د روغتون ادارې ویلي چې ټول پنځه ماشومان له وخته مخکې زېږېدلي وو او له هغو څخه څلور ماشومان د روغتون د نوزېږو ځانګړې څانګې (NICU) ته داخل کړل شوي وو، چې هلته ورته عصري طبي اسانتیاوې برابرې شوې وې.

د روغتون د ادارې په وینا، د ماشومانو زېږون او ورپسې درملنه د صحت کارډ تر چتر لاندې په بشپړ ډول وړیا ترسره شوې وه.


طبي کارپوهانو ویلي چې له وخت څخه مخکې زېږېدو او د کمزورۍ له امله د ماشومانو حالت ډېر نازک و، له همدې امله هغوی ژوندیي پاتې نه شول او وفات شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...