دوشنبه, جنوري 27, 2025
Home+قاري برکت الله سلیم څوک و؟

قاري برکت الله سلیم څوک و؟

تاند – یو کال پخوا (د ۲۰۲۴ د جنورۍ په ۲۷ مه) د افغانستان نامتو قاري برکت الله سلیم په کابل کې وفات شو او جنازه یې په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.

قاري برکت الله سلیم د مولوي ګلاجان زوی او د محمد علي خان لمسوی و چې په ۱۳۲۴ هجري لمریز کال د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالي کې، چې هغه مهال د شینوارو ولسوالۍ برخه وه، زېږېدلی دی.

نوموړي په ماشومتوب (پنځه کلنۍ کې) د خپل پلار تر څارنې لاندې د قرآن کریم زدکړه پیل کړې وه او لومړني تعلیمات او د قرآن زدکړه او حفظ یې له خپل پلار سره کړي و، خو له نورو قاریانو سره یې په دوو کلونو کې د قرآن کریم حفظ کړ.

قاري برکت الله سلیم همداراز د یوه افغان سوداګر په همکارۍ په ۱۹۶۴ کال کې مصر ته له نورو محصلانو سره واستول شو او هلته یې د شیخ خلیل الحصري په ګډون له ګڼو مشهورو قاریانو سره وکتل او په شپږو کلونو کې یې لس قرائته زدکړل.

نوموړي د قرآن کریم د حفظ او تجوید پر زدکړې سربېره د تفسیر، حدیث، فقه او نور علوم هم زدکړل او په مصر کې یې له ځینو مشهورو شیخانو (لکه عبدالفتاح شاهشاهي، شیخ ابو العینین شعیشع او شیخ القراء محمود خلیل الحصري) څخه د اوو قرائتونو تعلیمات زدکړل.‌

له هغه وروسته قاري برکت الله سلیم د قرآن کریم د حفظ په برخه کې سلګونه قاریان فارغ کړي او ده په خپله په یوه مرکه کې ویلي چې په ۱۹۷۰ کال کې له مصر راستون شوی او په ۱۹۷۸ کال د پخواني ولسمشر سردار داود خان د واکمنۍ پرمهال د افغانستان د ملي رادیو تلوېزیون د پرانیستلو په مراسمو کې یې ګډون او تلاوت کړی دی.

شیخ القراء برکت الله سلیم ویلي و، د مالیزیا، سعودي عربستان، هند، مصر، بنګله دېش، اندونیزیا، ایران او متحده عربي اماراتو د قرآن کریم په لسو نړیوالو سیالیو کې یې ګډون کړی او په ټولو کې یې لومړی مقام ګټلی دی.

ده د کابل په طب پوهنتون کې د ثقافت، تفسیر، حدیث او تجوید تدریس کړی دی.

د افغانستان په ملي رادیو تلوېزیون کې یې قرآن کریم په بېلابېلو ۱۴ روایتونو ثبت کړی دی.

استاد برکت الله سلیم د (زیور تلاوت)، (برکت التجوید) کتابونه لیکلي او په پښتو او دري یې (برکت الباري) کتاب لیکلی او چاپ شوی دی. دی وايي ۱۳ کتابونه یې لیکلي چې ‌ځینې یې په مدرسو او دارالحفاظونو کې تدریسېږي.

نوموړي شعر هم ویلی. د ده شعري ټولګه د (ناکامه مینه) په نامه ده چې چاپ شوې او ډېری شعرونه یې په مجلو او ورځپاڼو کې چاپ شوي دي.

هغه د (دردونه او فریادونه) او (نیمګړې مینه) په نومونو شعري مجموعې هم لري چې ټول (د مینې دردونه) کتاب کې په ۱۳۹۳ کال کې چاپ شوی دی.

برکت الله سلیم په ۱۳۵۶ کال د کابل مرکزي دارالحفاظ کې د استاد په توګه دنده پیل کړه او څه موده وروسته یې د حج، ارشاد او اوقافو وزارت کې د قاریانو د انسجام د مشر په توګه دنده پیل کړه.

قاري برکت الله سلیم په افغانستان کې د تېر حکومت تر پایه او د طالبانو تر بیا واکمنېدو (۱۵ اګسټ ۲۰۲۱) پورې د حج او اوقاف په وزارت کې د قاریانو د چارو مشر و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب