Homeخبرونهد رسنیو او خبریالانو د ملاتړو ادارو د جوازونو لغوه کېدو اندېښنې...

د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو ادارو د جوازونو لغوه کېدو اندېښنې را پورته کړي

تاند ( دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۷مه) د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ د یو شمېر بنسټونو د جوازونو د لغوه کېدو او د فعالیتونو د بندېدو تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یاد سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: « لومړني معلومات ښيي چې د «افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ، افغان مطبوعاتي مرکز او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې» جوازونه تمدید شوي، خو د یو شمېر نورو بنسټونو فعالیتونه بیا لغوه شوي دي.»

خبرپاڼه کې راغلي چې، دا پرېکړه، له شفافو حقوقي او مسلکي معیارونو پرته عملي شوې او زیاتو چې، دا پرېکړه د رسنیو د ازادۍ، د خبریالانو د خوندیتوب او د معلوماتو د ازاد بهیر لپاره ناوړه او جدي پایلې لرلای شي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان ټینګار کړی چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه د افغانستان د رسنیز چاپېریال مهمه برخه ده او د دوی فعالیت د خبریالانو د مسلکي خوندیتوب، قانوني ملاتړ، ظرفیت لوړونې او د بیان ازادۍ د ساتنې لپاره حیاتي ارزښت لري.

سرچینې ویلي چې، د دې بنسټونو محدودول یا تړل، عملاً د خبریالانو پر امنیت، کار او د خلکو پر حق د معلوماتو لاسرسي نېغ په نېغه منفي اغېز لري.

افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان له طالبانو غوښتي چې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د جوازونو د لغوه کولو پرېکړې بیا وڅېړي؛ روښانه، شفاف او عادلانه معیارونه د بنسټونو د ثبت او فعالیت لپاره اعلان کړي او د رسنیو ملاتړکوونکو بنسټونو ته اجازه ورکړي چې د بیان ازادۍ په رڼا کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

دا سازمان داسې مهال دا غبرګون ښيي چې تازه د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت ویلي چې، له درېيو ادارو پرته یې نور د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ټولو سازمانونو جوازونه لغوه کړل.

یاد وزارت زیاته کړې چې، دوی دا چاره د خبریالانو له شکایتونو وروسته څېړلې او بیا یې دا موندلې چې، دوی د خبریالانو د ستونزو د حل پر ځای دوی ته نورې ستونزې هم را ولاړې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...