تاند ( دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۶مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر هغه ادعاوې رد او ناسمې بللي، چې ګواکې د پاکستان پوځ او حکومت په تیراه دره او کرمه کې پښتانه په زور او جبر له خپلو مېنو بېځایه کېدو ته نه دي اړ کړي.
منظور پشتین د پاکستاني پوځ له لوري هلته پر پښتنو له روانو ظلمونو څخه انکار د پښتنو تېر اېستل بللي او ويلي يې دي، چې پښتانه باید دغه ظلمونه هېر نه کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې پښتانه د ورسره شویو ظلمونو په برخه کې پیاوړې حافظه لري او هغه کسان نه بښي چې په خبره یې ظلمونه یې ورسره کړي وي.
منظور احمد پشتین وايي: « په یاد لرئ! پښتانه، د ورسره شویو ظلمونو یاد ساتلو کې عجیبه او ډېره پیاوړې حافظه لري. دوی هېڅکله او په هېڅ صورت هغه کسان نه هېروي او نه بښي، چې ظلم یې ورسره کړی وي. په تېرو شلو کلونو کې چې چا د پنجابي پوځ له نسل وژونکي عملیاتو ملاتړ کړی دی، هغه ټول د پښتنو په یاد دي.»
پشتین زیاته کړې چې، د پښتنو، بلوڅانو او نورو قومونو پر وړاندې د پاکستان اعمال او په پراخه کچه ځپل دوی اړ کړي چې پاکستان ته د پنجابي ریاست، پوځ ته يې د پښتنو د قاتل او د هغوی د وسایلو د چور او تالان کوونکي او ترهګر په سترګه وګوري.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وایی، پښتانه هېڅکله د دوی پر وړاندې د مغرضانه ژبې کارول او ناسم چلند نه هېروي او د وخت په راتلو سره به یې حساب کتاب کوي.
منظور پشتین داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پرون د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف چوهدري او د دې هېواد اطلاعاتو وزارت له سیمې د کره مالوماتو او شواهدو خلاف، په جلا ډول په تیرا او کرمه کې د خلکو جبري اېستنه او بېځایه کول رد کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین له دې يوه ورځ وړاندې هم په قبایلي سیمو کې د روانو عملیاتو په تړاو ویلي و، چې پوځ په یوه او بله پلمه هلته د پښتنو پر وړاندې ظلم او جبر روان کړی، چې موخه یې یوازې د هغوی ځورل، سپکاوی او د هغو د وسائلو چور او تالان دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ له تېرو څو اونیو راهیسې په تیرا دره او کرمه کې د وسلهوالو ډلو پر وړاندې د عملیاتو په نوم هلته د پښتنو کلي او کورونه په نښه کړي او زرګونه ځايي اوسېدونکي یې له خپلو مېنو جبري کډوالۍ ته اړ کړي.