تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۶ مه) افغانستان او ترکمنستان ټاپي(TAPI) د ګاز نللیکې پروژې د ژر جوړېدو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
«ټرېنډ» خبري اژانس د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له قوله دا خبر ورکړ چې دا موضوع پرون (یکشنبه) د جنورۍ په ۲۵مه د افغانستان د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، حاجي ملا هدایتالله بدري، او په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر، خوجه عوضوف ترمنځ په یوه ناسته کې وڅېړل شوه.
همداراز، په دې ناسته کې دواړو خواوو هیله وښوده چې تر هرات ولایت پورې د پروژې د رغونې چارې به د روان کال تر پایه بشپړې شي.
دواړو خواوو د اوږدمهالو دوهاړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د پراخولو په اړه هم خبرې وکړې، چې پکې ځانګړی تمرکز د د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د نللیکې پر پروژې و.
د ترکمنستان سفیر د پروژې د پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د راتلونکو کاري پړاوونو پلانونه یې تشریح کړل.
بدري تر اوسه د شویو پرمختګونو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د افغان وګړو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوامداره او پراخه همکاري ډېر ارزښت لري.
په ورته وخت کې، ترکمنستان د ۲۰۲۶ کال لپاره د خپلو تېلو او ګاز د سکټور له مهمو لومړیتوبونو څخه یو هم د ټاپي نللیکې د «سرحدآباد–هرات» د برخې بریالی جوړېدل بللي دي.