تاند (چهارشنبه، د وريږ حمل ۲۶ مه) د ازبکستان او متحده عربي اماراتو چارواکو د ټرانس-افغان رېللارې پروژې د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.
د تریند د راپور له مخې، د ازبکستان د صدراعظم مرستیال، جمشېد خوجایف، دا خبره په خپله ټولنیزه رسنۍ کې کړې ده.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې نوموړي په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له مرستیال ولسمشر او لومړي وزیر مرستیال، شیخ منصور بن زاید آل نهیان، سره ولیدل.
خوجایف ویلي، په دې کتنه کې د ناووي لوژستیکي پلاتفورم د پراختیا پر امکاناتو هم خبرې شوې دي، چې له «اې ډي پورټس» سره په ګډه به د څو اړخیز ترانزیتي مرکز (انټرموډل هب) په توګه وده ورکړل شي.
هغه زیاته کړه چې د ټرانس-افغان رېللارې پروژه کې متحده عربي امارات او «اتحاد رېل» د دوی لپاره مناسب او وړ شریکان ګڼل کېږي، ځکه چې د رېل پټلۍ او لوژستیک په برخه کې تجربه لري.
د نوموړي په وینا، دا دهلېز به د منځنۍ اسیا لپاره د پاکستان سمندري بندرونو ته مستقیم لاسرسی برابر کړي او سیمهییزه سوداګري او اقتصادي یوځایوالی به پیاوړی کړي.
هغه دا هم وویل چې دواړو لورو د راتلونکې همکارۍ پر یو شمېر نورو برخو هم خبرې کړې، چې پکې په ازبکستان کې د اسلامي مالي نظام پراختیا شامله ده.
خوجایف زیاته کړه چې د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د اسلامي بانکدارۍ قانون لاسلیک کړی، چې د همدې کال د جون په ۲۹ مه به نافذ شي او په دې هېواد کې به د شریعت له اصولو سره سم مالي فعالیتونو ته قانوني چوکاټ برابر کړي.
نوموړي همداراز وویل چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته د ازبکستان د غړیتوب د وروستیو پړاوونو په بحث کې، د ازبکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د هراړخیز اقتصادي مشارکت تړون (CEPA) پر پرمختګ هم ټینګار شوی دی.
له بلې خوا، دواړو هېوادونو شاوخوا ۱۰۰ ګډې پانګونې پروژې هم پیل کړې دي، چې ټول ارزښت یې له ۲۰ میلیاردو ډالرو څخه اوړي؛ دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا او ستراتېژیکې همکارۍ د ژورتیا ښکارندویي کوي.