Homeخبرونهملګري ملتونه: راستنې شوې افغان ښځې له اقتصادي کړکیچ سره مخ دي

ملګري ملتونه: راستنې شوې افغان ښځې له اقتصادي کړکیچ سره مخ دي

تاند (چهارشنبه د وري – حمل ۲۶مه) د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل نوي راپور کې ویلي چې، افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې ښځې له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د راپور له‌مخې یوازې ۱۷سلنه ښځې یې عاید لري.

په راپور کې راغلي چې، په دوی کې  ۷۷سلنې له ایران او ۶۴ سلنې له پاکستان راستنې شوې ښځې وزګارې دي او د نورو منځنی عاید یوازې ۱۱۰۰ افغانۍ دی.

سرچینې زیاته کړې چې، د ښځو ۹۲٪ کارونه هم خونديتوب نه لري او کم عاید لرونکي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې راپور زیاتوي چې نږدې ۴۰ سلنې ښځې مهارتونه لري خو د کار فرصت نه مومي او ۵۷ سلنې یې د پخوا پرتله لږ عاید لري.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې، د ښځو ترڅنګ راغلي نارینه کډوال هم له بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو زورېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزني ګیرو ولسوالي | اسدالله بلهارجلالزی

د سپینې خولې مزه دې ډېره چې پرې یې نه ږدې، د ګېرو په ډېرانونه ګیرو د غزني له اتلسګونو ولسوالیو څخه ده چې د غزني...