Homeخبرونهپښتونخوا کې ۸ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پښتونخوا کې ۸ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند(سې شنبه د لړم ـ عقرب ۶مه) پښتونخوا کې د خيبر ولسوالۍ په اکاخېلو کې د سهار وختي د وسله وال برید له امله لږ تر لږه درې پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني امنیتي چارواکي وايي، تر پېښې وروسته د پوځ ۱۵ سرتېري لا هم لادرکه دي او د موندلو عملیات روان دي.

د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې د دغه برید مسوولیت منلی.

یادې ډلې ادعا کړې چې د پاکستاني ځواکونو پر یوې پوستې یې برید کړی دی.

دغه برید په داسې حال کې شوی چې په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو وروستۍ لړۍ د ټي ټي پي د کنټرول پر سر بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...