چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Homeخبرونهپر دیورند کرښه د طالبانو اوپاکستاني ځواکونو ترمنځ بیا نښته پیل شوې

پر دیورند کرښه د طالبانو اوپاکستاني ځواکونو ترمنځ بیا نښته پیل شوې

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۱۸ مه) د پکتیا ولایت د ځاځي میدان او کورمې ترمنځ په لانجمنه کرښه نن ماسپښین بیا د دواړو خواوو ترمنځ شدیده جګړه پیل شوه.

ځايي اوسیدونکو تاند ته وویل چې دواړه خواوې له درنو وسلو کار اخلي.

د سیمې یوه اوسیدونکي، چې د خاصو شرایطو له کبله نه غواړي نوم یې یاد شي، وویل چې دا جګړه د ماسپښین په یوه بجه پیل شوه. ده په دې اړه بې خبري وښوده چې جګړه کومې خوا پیل کړه.

په پاکستان کې څو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د نن ورځې په نښته کې لږترلږه یو پاکستانی پوځي وژل شوی دی.

د جګړې د سیمې له شاوخوا څخه ډېری خلک د تېرو څو ورڅو د نښتو له کبله وتلي وو او نور هم په تېښته دي.

د طالبانو او پاکستان حکومتونو تراوسه پورې د دې جګړې په اړه، چې له څو ورځو راهیسي په وقفه يي ډول دوام لري، له څه ویلو ډډه کړې ده.

پر دیورند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو په نښته کې۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

1 COMMENT

  1. ظالمه تا خو په خپله خوښه اغزن سیم تېر کړ. اوس ما نه پرېږدې چې په خپل کور کې ، خپله خاوره کې امنیتي دفاعي پوسته جوړه کړم.
    منافقستان ته د الله تعالی اور ورواچوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب