سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهپاکستاني پولیس: یہ جو دہشتگردی ہے اسکے پیچھے وردی ہے

پاکستاني پولیس: یہ جو دہشتگردی ہے اسکے پیچھے وردی ہے

تاند (دوشنبه /د سنبلې ۱۹مه) د خیبر پښتونخوا د لکي مروت سیمې په لسګونو پولیسو نن د یوه لاریون په ترڅ کې د پاکستان د پوځ پر وړاندې شعارونه ورکړل.

لاریونوالو پولیسو وویل چې د پولیسو د مرګ ژوبلې تر شا د پاکستان د پوځ لاس دی او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د هغوی د وژنې بهیر دې ودروي.‌

پاکستاني پولیسو د خپل لاریون په ترڅ کې د یہ جو دہشتگردی ہے اسکے پیچھے وردی ہے (دا څه چې ترهګري ده * د دې تر شا د وردۍ والا یعنې پوځ لاس دی).

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې یو پولیس شعارونه ورکوي او وایي، یہ جو نامعلوم ہے یہ همین معلوم ہے (هغه چې نامعلوم بلل کیږي * هغه مونږ ته معلوم دي)، او نور یې ورسره بدرګه کوي.

د لاریون مخکښ وایي، زمونږ افسران به ورځي دوی (پوځ) ته به وایي چې په رضا دې وځي که نه مونږ به یې پر ضد ودرېږو.

پاکستاني پولیس ادعا کوي چې هغوی د قربانۍ د پسونو په څېر په هدفي وژنو کې وژل کیږي، څو پوځ ته دا موقع په لاس ورشي چې په سر یې پیسې واخلي او یا یې هم پخپله د وسله والو مخالفینو په لباس کې وژني.

د پاکستان پوځ د هند لویې وچې څخه د برتانیا د ټغر په ټولېدلو سره د ۱۹۴۷ د اګست په ۱۴مه د برتانوي تورن جنرال فرانک والټر میزیروي تر مشرۍ لاندې جوړ شو او ویل کیږي چې له هغه وخت راهیسې تر نن ورځې پورې یې د پښتنو او بلوچو په شمول د لکونو افغانانو، هندیانو، کشمیرانو وینې توی کړي دي.

1 COMMENT

  1. ښه شو!اوس پولیس والاوو ته د پي ټي ایم قدر مالوم شو؛دالس کاله کیږي چې منظور پشتین د وردیوالاوو له کرغیړنو څهرو پرده پورته کړیوه او ټولو پشتنو ته د اتفاق نارې وهي؛دپوک.یسټین په شپېتهء کلو کی چا داجرات نه کوهء!
    خو ځینو پولیسانو ، دڅو کلدارو مردارو لپاره پخپل قام ډزې وکړې،ځوانان ې شهیدان کړل او لکه ګیلهمن شهید چې کیسه کوله د کراچۍ او کفرابوټ جهیلونو کښې ېې په پختو!! ژبه د پاڼسۍ شکنجی ورکولې!
    اوس پوه شول چې د انګریز د هیرامڼدهی لاهوري دروازو هرنامجادګانو له هریخوا د پشتون-بلوچ-سندهی-کشمیری او افغانانو په وینو جرنیلئ رتب واخستې او په وینو ېې تجارتونه او انحصارات وکړل!!!
    +- دوی هم د ناره ءې تګ بیر سست غږونه هم پورته کوي!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب