پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+که د مقدساتو خونديتوب غواړو نو د اعتدال لاره به نيسو

که د مقدساتو خونديتوب غواړو نو د اعتدال لاره به نيسو

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

هر هغه ټولنه چې د زده کړو کچه يې ښکته، له  عدالت څخه محرومه، د پرمختګونو له نړيوال کاروان څخه وروسته پاتې او يا هم د کورنیو اختلافاتو له امله د جګړو ښکار وي،  د پرديو استخباراتي؛شبکو لپاره په يادو ټولنو کې د ډول ډول ويرسونو د انتقال لپاره پراخه ابزارى توکي په لاس ورځي.

دښمن ددغه شان ټولنو د ځينو خلکو په ذهنونو کې د قومي ژبني او مذهبي تعصباتو د را پارولو هڅه کوي او ځینې نورو ته د محرومیتونو، بې کاري او بې عدالتي له امله د افراطيت او بنسټپالنې افکارو خپلولو ويروسونه لېږدوي. همدغه نيمګړتيا له تيرو څو لسيزو راپدیخوا زموږ په ټولنيز بدن کې ناسور زخم جوړ شوى دى

د بدمرغي خبره داده چې د پورته يادو شويو ستونځو ورهاخوا ځينې نفسياتي ستونځې هم شتون لري چې له امله يې زموږ له ټولنې څخه د زغم تحمل او يو بل منلو روحيه کډه شوې ده. په ټولنه کې د افراطيت او د بې ځایه بنسټپالنې روحيې دومره زور اخيستى دى چې د سياسي اختلافاتو له امله ديني علما، د ديني علماو په فتوا، د ديني ډلو لخوا د افراطي او تندلاري فکر له امله وژل کيږي، خو موږ د هيڅ ډول بدلون هڅه نه کوو.

لازمه خو دا وه چې مساجد، منابر او نور سپيڅلي ځايونه د عقيدوي درنښت او ديني تقدس له امله د امن  مرکزونه ګڼل کيداى. په ديني مرکزونو کې هيچا ته هيڅ ډول ګواښ شتون نه درلوداى. په مقدسو ځايونو باندي بريد د لادينيت او له دين سره د دښمني په مفهوم اخيستل کيداى خو متأسفانه د تيرو څلورو لسيزو جګړو له موږ څخه  معنوي ارزښتونو او عقيدوي مرکزونو ته د درنښت ديني او کلتوري ځانګړتیا هم واخيسته.

په مولوي صاحب مجيب الرحمن انصاري باندي په مسجد کې د ننه انتحاري بريد د نوموړي د شهادت ترڅنګ د لسګونو نورو لمونځ کوونکو دَ شهادت او زخمي کيدو افسوس ناکه تراژيدي د همدغې شومې پديدې د تسلسل يوه برخه ده چې متأسفانه د سيکولرانو لپاره په دين، ديني ارزښتونو   باندي د سختو نيوکو او پراخو تبلیغاتو لپاره بنسټ جوړوي.

موږ يې منو او که يې نه منو، په ځانونو باندي پوهيږو او که د ناپوهي په خوب ويده يو، خو واقعيت داسې دى چې اوس زموږ ټولنه د مختلفو کورنیو بهرنيو لاملونو له امله د راديکاليزم او بنسټپالنې د فکر ځاله ګرزيدلې ده. موږ هر پردي دښمن او کورني د واک وږي ښه په پراخه کچه په ديني او حماسي شعارونو  را پاڅولي او خپلو موخو ته د رسيدو لپاره کارولي يو..

متأسفانه هغو ډلو ټپلو چې د اسلامي نظام د قيام لپاره د مبارزې دعوه يې کوله او د عمري عدالت د پلى کولو ژمنې يې کولې، د سياسي موخو او يا هم د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره نه يوازې د سياسي شعار تر کچې د اسلام له نوم څخه ګټه پورته کړه بلکې په مخالف اړخ باندې يې له اسلام څخه د وتلو او واجب القتل ګرزولو تر فتواو پورې خبره ورسوله. همدغه کار د واقعي مذهبي ډلو لپاره د انديښنې او غور وړ ستونځه ده.

د افراطيت له امله مو دغه ښکلى خاوره،  له اقتصادي سرچينو ډک هېواد، د کرنې مالداري لپاره برابره آب او هوا، د مرکزي اسيا او سويلي اسيا نښلوونکي، د انرژي او سوداګريزو توکو د ليږد راليږد لپاره د ارزښتناک دهليز د ځانګړتیاو لرونکى هيواد مو په داسې دوزخ بدل کړى دى چې وګړي يې پکې د اوسيدو پرځاى نورو هېوادونو ته د وتلو لپاره د مرګ لاره نيسي.

اى کاش چې موږ په جګړه کې د ارزښتونو درناوى کولاى. په مساجدو کې مو د بريدونو لپاره فتواوې نه لټولاى. په جنازو کې د انفجار او انتحار تر پولو نه اوښتى. په هديرو کې مو د بمونو الوزولو شاليد نه درلودلاى. اى کاش هغه سينې مو نه واى غلبېل کړې چې رب ته يې لاسونه ورباندې تړلي وو. اى کاش هغه سرونه مو په مرميو باندي نه واى ويشتلي چې خپل خالق ته په سجده نسکور وو او اى کاش هغه خلک مو په بمونو باندي نه واى الوزولي چې منبر او محراب يې د سولې سوکالي جګړو بندولو او د ورورګلوي د دعوت ټربیون ګرزولى وو.  اى کاش چې زموږ حاکمو ډلو دين د سياسي موخو لپاره د ابزارو په توګه نه بلکې سياست د دين  د پراختیا او چوپړتيا لپاره کاريدلى واى.

د چارواکو نفسياتي لومړيتوبونو, تيرو کړنو او د سمون په هڅو کې د جديت ښکته کچې په کتو به ستونځمن کار وى خو بيا وايم چې که واقعاً غواړو اسلامي نظام پلى کړو، دين ته د ولسونو په زړونو کې ځاي ورکړو،  ديني علما له بدنامي څخه وژغورو او له غيراسلامي نړئ څخه را روان د سيکولريزم د توپان مخه ونيسو، نو له اوسني حاکمې ډلې څخه په جديت غواړو چې لاندې سپارښتنې عملي کړي:

١-  د اختلافي مسایلو په تړاو په مساجدو منابرو او د دعوت له نورو ټريبيونونو څخه د پاروونکو احساساتي  ويناو په مهال د د کفر او وژلو فتواو ورکول نه يوازې ممنوع او د سزا وړ عمل وګرزوي، بلکې جدي څارنه يې هم وکړي او متخلفينو ته واقعي سزا هم ورکړل شي.

٢- د زور کارولو پرځاى عدالت پلى کړي، په ځوان نسل باندې پانګونه وکړي، فرصتونه ورته برابر کړي او د محرومیت احساس يې ختم کړي، کار اهل ته وسپاري. ولس په مختلفو لارو له حکومت سره شريک کړي. د ملت باور ترلاسه کړي. د سرچينو په ويش کى عدالت ته توجه وکړي. په ژمنو باندي وفا وکړي. ځانونه د ملت باداران نه، خادمان ثابت کړي. د نرانو او ښځو په زده کړو باندي جدى تمرکز وکړي.

٣-  د اهل تسنن او اهل تشيع  او په مسلمانانو کې د نورو رامنځته شويو مختلفو ډلو او فرقو ترمنځ د مشترکاتو لټون ته کار وکړي.  د اختلافي مسائلو د د راپورته کول، د ځان حق او د بل لوري باطل ګڼلو مخه ونيسي.

٤-   د مختلفو ډلو ترمنځ په عمده ديني مسایلو کې د علمي بحثونو، مناظرو، سيمينارونو، ورکشاپونو او علمي تحقيقاتو کولو له لارې د مشترکاتو پربنسټ نزدېوالى هڅه وکړي. په غونډو، تلويزونې ناستو او تحقيقاتي مجلسونو کې د علمي مباحثو له لارې  ځوانان مينځلاري  ته دعوت کړي.

٥-  افغانستان د ټولو ګډ کور ده.  په ارګ کې د ناستو خلکو دنده داده چې ددې لپاره چې نظام او محروم ولسونه د افراطي عناصرو د تبلیغاتو ښکار نشي او د محرومیت احساس يې ختم شي، په افغانستان کې په مېشتو فرقو قومونو سمتونو او لږکیو  پورې تړلي خلک د ظرفیت اهليت تجربې او ولسي ملاتړ پر اساس په حکومتى چوکاټ کې خپل ځان وويني.

٦-  د کفر, واجب القتل/مباح الدم  فتوا ورکولو لپاره د سليقوي نه، بلکې د واقعی ديني ثُقه علماو او پوهانو  داسې واکمن کميسيون قائم کړاى شي  چې غړي يې له هيڅ سياسي لوري سره تړاو او د تاوتریخوالي شاليد و نه لري، له  فرقوي اختلافاتو، سليقوي توپيرونو او تعصباتو ته له لمن وهلو څخه يې ماضي پاکه وي. علم، تقوا او ريښتينولي يې غيرمتنازعه او د وخت په حساسیتونو باندي اګاه وي. له يادې مرجع پرته په چا باندې د کفر فتوا او ياهم د شخص يا ډلې په وړاندې د جهاد اعلان که د هر چا لخوا چې رامنځته کيږي بايد د درنې سزا وړ جرم وګڼل شي.

راځئ دا خپله نيکمرغي وګڼو چې اوس مهال که زموږ مخته ننګونې پرتې دي، نو فرصتونه هم شته. زموږ په مخکې پراته فرصتونه له منځه ځي او د ننګونو ګراف لوړيږي. راځئ په نړيواله کچه زموږ مخته له پرتو فرصتونو څخه د دين، هيواد او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې ګټه واخلو او هڅه وکړو چې ننګونې هم په فرصتونو باندي واړوو.

6 COMMENTS

  1. سلام
    ملا تبدالحق حماد دتلویژن په کچه انحصار تایدوی هغه وایی داکتګوری په لومړی او دوهمه درجه کی په عمیق سیاست کی موږ ته راپېژنی. دا عمیق سیاست مدار کوم کتاب کې انحصار لو ستی دی کور وذان

  2. سلام
    حماد انحصار دیوه نظام اصل وګاڼه اوس سوال پیداکیږی چې ایا اسلامی امارت کې انحصار ته جواز شته؟
    نور غلط دګېډې مثالونو باندې اوس تبصر ه مهمه نه ده

    • سلامونه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه!

      هغوی به البته فکر کوي چي څوک ارګ ته ننوځي نو د افغانستان د ملکيت شرعي قواله يې په خپل نوم شي نو څنګه چې پکې تصرف کوى په کومه خوا يې زغلوي څوک پکې اوسيدو ته پريږدي خپل د مالکیت له حق څخه ګټه پورته کوي

  3. سلامونه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه!

    هغوی به البته فکر کوي چي څوک ارګ ته ننوځي نو د افغانستان د ملکيت شرعي قواله يې په خپل نوم شي نو څنګه چې پکې تصرف کوى په کومه خوا يې زغلوي څوک پکې اوسيدو ته پريږدي خپل د مالکیت له حق څخه ګټه پورته کوي

  4. سلام
    هو! بیلکل تا سره زه منم امن ددروازې انتخاب دانتحاریو دهویت پېژندنه:
    زه نه پوهیږم ولی هره ډله چې په ارګ ننوخی ټول ولس ، اونړۍ ورڅخه هېر پاتې کیږی یا سالګرې نیسی ،یا ولس ډوله غوښه خوری يایې دکرزی په څېر غوښه خامه پاتې کیږی. زه بېړه کې وم دغه موضوع مې له تاسې سره دافغانستان دفرهنګ پرمبدا ښه ونشوی څېړلی. ځما وچ سیاست هغه هم کنډ وکبر او دروغجن نه خوښیږی په خانګړې توګه احساساتی لا فوک او بې بنیاده.
    له دې خوا هغه وخت چې موږ داستعمار په وړاندې قیام وکړ فکر کوم حماد به شیدې رودلې اوله هغه وروسته کیدا ی شی په بهرکې له خپل فرهنګ لېرې لوی شوی وی اوس که دده شخصی ظرفیت رااواخلو او د۴۳ کلن په کړکېچ او پر ناببره قضایاوو وویشو دی بیاهم ماشومتوب دورې ته ځی.
    دې بحث کې دپوهنتون استاد ، عالم ،تحلیلګر ، نقاد ،نکته سنج ناصر شفیق هم ناست وه . هدف دانه دی چې زه داستاد لوری نیسم خو هغه یو عالم دی اود یوې علمی موسسې غړی دی شرع حاضر ته ګوری. حماد ته دپوهنتون د یو لیکچرر پته نه لګیږی خو حق لری چې د اسلامی امارت خواټینګه کړی خکه د ه ته د شخصی ګټې او مقام خبره ده اماڅه ډول او په کوم معیار؟ ددرې يا څلوراړحیزه بحث نصاب ،نزاکت ، اخلاق او تعلیمی شاخصون باید مراعات شی او که جرکانی، بخیلی او اندوخر وی بیا جلا بحث دی !
    حماد اسلامی امارت لاندې ټکو کې راپېژني:
    الفـ دي لومړې دنعمت اوبیا دنعمت شکران پورې نښتی دی
    بـ تل دتیر فاسدجمهوری نظام کړنې له امارت سره مقایسه کوی چې بحث کې دانه مطرح کیږی
    ج- دامریکې دوه ګونده دحاکمیت اومقام ،انحصار جاه وجلال په خاطر مثال ورکوی
    د- دی داسلامی امارت حکامو ته کریدت ورکوی له ولس څه یې جلا ګڼې خومسضعفو او بیوزلو باندې دبیسوادې اوکړکیچونو ستونزو فتوا ورکوی . نوموړی استدلال کوی چې انحصار دی نظام لپاره یواصل دی زه پوه نه شوم چې ایا دغه مجهوله انحصار اسلام کې جواز لری؟ دده په وینا چې په لومړۍ او دوهمه کتګوری کې له نظام سره مرسته کوی څنګه؟
    دلته ځما هیله له هغو کسانو څخه داده چې دګېډې له خبر اترو یا هسې ناندریو دې ډډه وکړی محور، څار، تحول ، ،تودې خبرې او نورو کې دې په غیرمستقیمه توګه به اټکل خورې نننه شیندی شپه که تیاره ده مڼې په شمار دی بیعلمه شیخی په ټوله کې داسلام سره ستره جفاده !
    وایی، اب در کوزه ما تشنه لبان میګردیم یار درخانه وماګرد جهان می ګردیم
    تلوېژن غوجله نه ده خلک یی ګوری او غوږ ور ته نیسی داطلاعاتو او نشراتو مسوله !! دبحث نصاب او توازن یاکچه هم داندېښنط وړ ده

    • سلامونه او مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه

      زه نن د حماد صاحب په خبرو باندي تبصره نکوم ځکه چې نوموړئ په کابل کې زما ګاونډى وو. کله کله به خواله ته سره کيناستو خو له کله نه چې يې موقف او منصب تر لاسه کړى دى نو کيداى شي مصروف به وي. که کله مى هم وليده ستا ملاحظه ورسره شريکوم.
      بيا هم يقين سره وايم چې حماد صاحب هم ډيرې ملاحظات لري نيوکې لري نيمګړتياوې ويني خو کيداى شي مصلحت ورته د زغرده او سپينو خبرو اجازه نه ورکوي. بله دا چې دغه نظام هم ډير تنګ دى. په پټو سترګو به اقتدا پسى کوې وروره او دغه کار ډير راته ستونځمن ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب