شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهمحسن داوړ: له کرکټ لوبې وروسته افغانانو ته د پاکستان سپکاوی ډېر...

محسن داوړ: له کرکټ لوبې وروسته افغانانو ته د پاکستان سپکاوی ډېر شرمونکی دی

تاند:( پنجشنبه،د سنبلې اوولسمه)‏‏ له افغانستان سره د تېرې شپې له کرکټ لوبې وروسته د افغان لوبډلې خلاف د پاکستان د يو شمېر مشهورو څېرو په ګډون ډېرو پاکستانيانو په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان خلاف توند تبلیغات پیل کړي دي.

په دې ترڅ کې ډېرو پاکستاني څېرو د افغان لوبغاړي فريد ملک پر وړاندې د خپل یوه لوبغاړي آصف علي د بد اخلاقۍ دفاع کړې او افغان لوبډله ېې ملامته ګڼلې ده.

د پاکستان د استخباراتو اړوند مشهور ژورناليست حامد میر، د پاکستان د استخباراتو اړوند د مذهبي ګوند جماعت اسلامي مشر سراج الحق او ډېرو نورو مشهورو پاکستاني څېرو د خپلو لوبغاړو د بد اخلاقۍ دفاع کړې او افغان لوبډله ېې نقد کړې ده.

د پاکستان په پارلمان کې د وزيرستان استازي او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند رهبر محسن داوړ د پاکستان دغه چلند شرمونکی ګڼلی دی.

نوموړي پاکستان ته په خطاب کې ویلي،چې له څو لسيزو راهيسې په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق د سیاست له تعقيب سره دغه هېواد له افغانستان سره خیانت کړی دی.

نوموړي له پاکستاني څېرو څخه غوښتي،چې پر افغانانو له نیوکو مخکې خپل ګریوان ته سر ښکته او وګوري چې دوی له افغانستان سره څه کړي دي.

 ‏په ټولنیزو رسنیو کې د وزيرستان او يو شمېر نورو پښتنو ملتپالو اوسیدونکو بيا د افغان لوبډلې ستاينه کړې او د تیرې شپې له لوبې وروسته ېې د پاکستان د لوبغاړو او مشهورو څېرو بد اخلاقۍ غندلي دي.

دا په داسې حال کې ده،چې په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې يوه مشهور وياند او د دوی د رسنيو مرکز مشر مفتي انعام الله سمنګاني،چې د پاکستان په هريپور کيمپ کې لوی شوی او کورنۍ یې لا هملته ژوند کوي، د پاکستان ضمني دفاع کړې او له دې کبله ېې د افغانانو توند غبرګونونه پارولي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب