شنبه, مې 18, 2024
Homeسپورتاسیايي جام: پاکستان نیپال ته سخته ماته ورکړه

اسیايي جام: پاکستان نیپال ته سخته ماته ورکړه

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۸ مه) پاکستان د کرکټ په اسیايي جام سیالیو کې خپله لومړۍ مسابقه په خورا لوی توپیر له نیپال څخه وګټله.

په دې سیالۍ کې، چې د پاکستان په ملتان کې وشوه، پچه پاکستان وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

پاکستاني لوبغاړو د اعظم بابر په ۱۵۱ منډو او د افتخار احمد په ۱۰۹ منډو نیپال ته ۳۴۳ منډې لوړ هدف وټاکه.

نیپالي لوبغاړو په ځواب کې ټولټال ۱۰۴ منډې وکړای شوې او ټول په ۲۳ اور او ۴ توپ وسوځېدل.

ټاکل شوې ده چې سبا (پنجشنبه) په بي ګروپ کې سریلانکا او بنګله دېش مخامخ شي. دا دوه ټیمونه له افغانستان سره په یوه ګروپ کې دي.

د افغانستان لومړۍ مسابقه به د یکشنبې په ورځ له بنګله دېش سره وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب