جمعه, مارچ 29, 2024
Homeکلتوریونلیکله کابله تر لاهوره (یونلیک) اجمل تورمان

له کابله تر لاهوره (یونلیک) اجمل تورمان

درېمه برخه

لاره اوږده خبرې لنډې

د لاهور په لاره د سړي زړه ځکه نه تنګېږي چې ښه شنه ده، سړک یې هم پوخ ، د تیلفون انتن او انترنیټ هر ځای کار ورکوي او چې د خوشال تیب، اسدالله داودزي، منیر هزاروي او نورو په شان د طبې یاران درسره وي نو بیا خو بیخي مزې دي.

ایاز جان هم هره شیبه د جوسو غږ درباندې وکړي او د ټیپ له لودسپیکرونو هم له خپله موبایله په خپله خوښه د جګجیت سنګ غزلې واورې، مه کوه پوښتنه.

خو د دې ټولو سره ـ سره بیا هم یو ډول خپګان او ناهیلي.

په ټوله لاره دوه درې ځایه د هوټلونو مخې ته ودرېدو، چا به چای وڅښو، چا اوبه او چا اناري سټینګ.

لویې ـ لویې موټرې به ودرېدې، ښځې او نارینه به ترې راښکته شول او د لارې میله به یې کوله، د بریاني دیګونه به یې د موټرو له سره راښکته کړل، ناست به ول ورته په خبرو، په مزو او په کیسو به یې خوراک کولو.

له بل خوا به د ډول غږ واوریدل شو، چکې او خوشحالي، چا به د یو بل عسکونه اخیستل او چا هم په خپلو کې ټوکې او خنداګانې.

چې کوم ملا مې په دې خبره ونه نیسي، پرده او حیا دا خواسلامي اخلاق دي خو که د  ډېریو نجونو ټیکري له سرونو خوېدلي هم ول چا ورته وږي ـ وږي نه کتل، یو تشنابونه یې بیل ول نور نو ګډه معامله وه، د هوټلو شاګردانو هم مساپرو ته دا نه ویل چې د زنانه وو ځای شته!

 مونږ هم یو ځای له چایو سره د وصال صیب په فرمایش پېکوړې وچېچلې، خوراک به ورته ځکه نه وایم چې ځانونه مو ماړه نه کړل.

ښه، خپګان او ناهیلي ولې؟

مونږ به د کندهار په لاره د خپلې کورنۍ له غړو سره داسې په داشان فضا، امکاناتو او ارامه حواسو لار میله وکولای شو؟

په سروبي کې به د قابلي دیګ د موټر له سره راښکته او د خپلې خور،مور او د کورنۍ د نورو غړو سره د سړک په سر پرته له هیڅ ډول مزاحمته څو کپلو ډوډۍ ته وخت درکړل شي؟

لار میله او قابلي دې په بلا ولګي، د شپې په اته، نهو بجو به د کورنۍ له ښځینه غړو او ماشومانو سرهپه لویو لارو بې ویرې او په امن کې سفر ولرئ؟

دې خبرو به شیبه ډېر بې چرته کړم خو بېرته به په حال شوم، له ټیم سره باید سړی ټیم په شان ځانته ونه ترنګېږي.

لاهور ته تر رسېدلو دمخه د لاهور په اړه یو مشهور متل یا وینا ( چا چې لاهور نه وي لیدلی لکه بیخي نه چې وي زېږېدلی.))

د درېمې برخې پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب