د افغانستان اوسنی جمهور رئیس که هرڅومره په خراب وخت، تنګو شرایطو او محدودو امکاناتو واک ته راغی، خو د ټولنې د محرومو قشرونو په ځانګړې توګه د ښځو په برخه کې یې د پام وړ او د قدر وړ کارونه وکړل. په دې محرومو قشرونو کې یو هم د ښځو قشر دی. ښځې د ټولنې نیم وجود تشکیلوي او د جنګونو تر ټولو جدي زیان منونکی قشر دی. د ښځو ژوند په افغانستان کې یواځې د جګړې له اړخه نه، بلکې له ګڼو نورو اړخونو هم تر ګواښ لاندې دی.
د مور او ماشوم مړینه، د کم سن اجباري ودونه، ناکافي صحي او روغتیایي امکانات، کلتوري محدودیتونه، له تعلیم او پوهې څخه محرومیت، ښځې ته د مادون او ټیټ ذات په سترګه کتنه او ګڼې نورې داسې ستونزې شته چې د ښځو ژوند یې په افغانستان کې په دوزخ بدل کړی دی. له بله اړخه د یوه داسې هېواد لپاره چې د بیا رغېدنې او د وخت په قافله پسې د رسېدلو لپاره ډېر لږ وخت لري، او په دې برخه کې یې لسیزې لسیزې له لاسه ورکړي، د ټولنې د نیم قشر بې کاره پاتې کېدل په خپله په خپل ذات کې لوی تاوان دی. که داسې فرض کړو چې د یوه کور په سمبالولو یو نارینه کار کوي، او بل ځای د یوه کور په سمبالولو یو نارینه، یوه یې مېرمن، او یوه یې خور کار کوي، په دې کې هیڅ شک نشته چې که لومړی کور په لس ساعته کې سمبالېږي دوهم کور به په یوه دوه ساعته کې سمبالېږي. نو د افغانستان په لوی کور کې د ښځو له استعداده ګټه نه اخیستل کېدل هم همداسې درواخله.
که ښځې په کار ولوېږي نو دا هېواد د لسو پر ځای په دریو کلونو کې رغېدلای شي. که مبالغه ونشي او نارینه وروڼه خفه نشي، زه خو لا دا په ډاډ ویلای شم چې د ښځو د کار جذبه، انرژي او حوصله د نارینه په پرتله ډېره ده. دا فرضیه غلطه ده چې ګواکې ښځې د سړیو په پرتله په فزیکي کارونو کې غښتلي نه دي. د مثال په توګه، د افغانستان د ټولنې د کور کار ټول فزیکي او دروند کار دی او ښځه هره ورځ له سهاره تر ماښامه په فزیکي کار کې ولاړه ده. ښځې په شاقه او عادي کارونو، هیڅ یوه کې هم د افغانستان تر نارینه وروسته نه ده پاتې. په دې سربېره، دا چې د افغانستان د نوي نسل تربیه د ماشوم د تربیې په شکل، تر ډېره حده د ښځو سنتي دنده پاتې شوې د ښځې قوت، په ځانګړې توګه په تعلیمي برخه کې د هغې پرمختګ د نوي نسل په تربیه غښتلی تاثیر لري. د ولسمشر داخبره بيخي سمه ده چې وایي د یوې ښځې تعلیم یافته کېدل د پنځو نسلونو تعلیم یافته کېدل دي. په تېرو دیارلسو کلونو کې د ښځو د تعلیم، روغتیا، او نورو حقونو کې ګڼ مهم پرمختګونه شوي چې د نوي نظام له راتګ سره د دې پرمختګونو د په شا تګ وېره محسوسېده. له نېکه مرغه، یواځې دا نه چې دې پرمختګونو بیرته په شاتګ ونکړ، بلکې د نوي ولسمشر له راتګ سره د ښځو د حقونو په برخه کې ځینې ډېر مهم کارونه وشول چې د هېواد ښځو ته یې نوې روحیه او اطمنان ورکړی دی. په کابینه او والیانو کې د ښځو د شمېر زیاتول، سترې محکمې ته د ښځېنه قاضي معرفي کول، د ښځو د اعانې د صندوق قایمول، د ښځو لپاره د یوه نیږدې آدرس په توګه د لومړۍ مېرمنې د موقف را ژوندی کول او په ارګ کې ښځینه کدرونو ته رشد ورکول د دې نوو پرمختګونو څو نمونې دي چې باید ستاینه یې وشي. ولسمشر په خپلو حماسي او حساسو ویناوو کې هر ځل د ښځو د نقش، ملاتړ او ننګي یادونه کړې ده چې دا کار په خپل ذات کې په ملي روحیه او اذهانو مثبت اغېز پرېږدي.
البته د حکومت اقداماتو ته خوشبیني په دې معنا نه ده چې ښځې دې لاس تر زنې او د حکومت لورېینو ته کښېني. برعکس، د دې پرمختګونو معنا باید دا وي چې ښځې خپله تر بل هر وخت ډېرې فعالې شي، د ذهنونو د روښانتیا، خپلو حقونو ترلاسه کولو او په ملي سنګرونو کې د درېدلو لپاره چمتو شي.
نازو مومند