پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeروغتیاد خولې کېدو علت او تداوي/ ډاکتر رحیم هلال

د خولې کېدو علت او تداوي/ ډاکتر رحیم هلال

کله به مو داسې کسان لېدلې وي چې زیات خولې کېږي او يا هم کېدای شې تاسو له زیات خولې کېدلو څخه شکایت ولرئ که چېرته له اندازې زیات نه وي نو کومه جدې خبره نده خو که چېرته له اندازې زیاته شې کېدای شې په وجود کې د کومې شته ناروغي نښه وي چې هم پرې اخته کس او هم يې ډاکټر په اسانۍ سره پوهيږي چې د څه له امله منځ ته راځي.

کېدای شې زیات لاملونه ولري خو د شکر، لوړ فشار، انتاني او ځينې تايئرويډي ناروغۍ يې په منځ ته راتلو کې زیات د يادونې وړ دي.

که چېرته په ګرمه هوا يا د کوم فزیکې فعالیت په وخت کې زیات خولې کېږئ نو دا ډول خولې کېدل د وجود يوه طبعي پروسه ده د تشویش او انديښنې وړ نه ده ځکه په داسې حالت کې خوله کول بې خطره او په زغرده ویلای شو چې د کومې ناروغۍ نښه نه بلله کېږي خو که له اندازې زیاتېږي يانې پرته له ګرمې هوا او فزيکې فعالیته زیاته خوله راځي نو په کار ده چې په اړه يې له ډاکټر سره مشوره وشې څو اړوند معاینات ترسره او ستونزه مالومه شي.

که  د شکرې، لوړ فشار، د تايئرايد غدې ناروغي او يا هم  په وجود کې د کومې انتانې مداخلې څرک ووينئ يا نارمل ناست ياست مثلا تلویزون ته ګورئ يا ارام پراته ياست او یو ناڅاپې خولې درباندې راشي نو په کار ده دا خوله جدې وګڼئ او په اړه يې له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

خولې کېدل په دوه ډوله دي

لومړی هغه خولې کېدل چې  د ګرمې هوا او فزیکې فعالیت په حالت کې څوک خولې کېږي دا ډول خولې کېدل معمولا د وجود د ناروملي ګرمې په مانا دي (ستاسو وجود نارمل سړو) ته ضرورت لري.

دوهم ډول يې په وجود کې د شته ناروغۍ يا عامل نښه بلل کېدای شې چې په کار ده په اړه يې  له ډاکټر سره مشوره وشې

د خولې کېدلو تداوي :

2نرمي او نسبتا نرۍ جامې واغوندئ له نخي جامو څخه استفاده وکړئ چې خولې جذب کړي، مصنوعي جامې مه اغوندئ ځکه ورېښم، نایلون  او پولیستر جامي خولې نه جذبوي او په خپله هم د خولو سبب کېږي.

د خولې ضد توکي استعمال کړئ خو فکر مو وي چې د بوی ضد توکي د خولو ضد نه دی.

د خولو ضد درمل چې په بازارونو کې خرڅيږي واخلئ خو فکر مو وي چې د ډاکټر له مشورې پرته  يې استعمال نه کړئ.

دا درمل د کلوریدرات الومینیمیا د المونیم مالګي دي چې د خولو کېدلو مخه نیسې او د بدن په هره برخه باندي وهل کېږي.

خولې کېدل د تداوي نورې لارې چارې هم لري چې پکار ده په اړه يې ډاکټر له فزیکې او نورو تشخیصيه لارو چارو وروسته تصمیم ونیسي.

د شپې له خوا خولې کېدل:

که څه هم د شپې له لورې خولې کېدلو ستونزه دومره زیاته نه وي خو ځينو کسانو ته د شپې له خوا دا ستونزه پیدا کېږي، د شپې په اولو کې يې بستر وچ خو د څه وخت په تېرېدو سره يې بستر په خولو باندي لندېږي.

د اوسېدو ګرمه خونه، خوب لېدل، يا د ځېنو ځانګړو شیانو خوړل د شپې له لورې په خوب کې د خولې کېدو ستونزه را منځ ته کوي.

 ژور خفګان او رواني ستونزي هم کیدای شې د خولې کېدو لامل شي.

په ځینو ښځو کې د شپې له لورې خولې کېدل که څه هم طبعي وي خو بیا يې هم په خوب کې ګډوډي را منځ ته کوي چې په کار ده په اړه يې پلټنه وشې.

که چېرته د څوک د ورځې په اوږدو کې د خولې کېدو ستونزه ولري نو د شپې هم کېدای شې چې له ورته ستونزي سره لاس او ګريوان وي.

د شپې له لوري بیا بیا خولې کېدل معمول د بدن له تبي سره د مقابلي په مانا دی چې کېدای شې تبه د  خفیف انتان انفلونیزا همدارنګه د سینه بغل ، د ځيګر التهاب، د بدن د دفاعي سیستم ګډوډي د تایروۍئد غدي ناروغۍ ، د وينې د سرطان ، مغزي سقطې د زړه د ناروغي او داسې نورو له امله وي

کله چې ستاسو خولې له اندازې زیاتې شې، کالي مو لندوي يا مو له بدنه څاڅي، او یامو هم د لاسونو ورغوي  همیشه د خولو له امله لانده وي په داسې حال کې چې تاسو به په یخ هوا يا داسې اطاق کې یاست چې هوا به يې هم نسبتا سړه وي  نو ډاکټر ته يې ضرور په اړه د مشورې لپاره ورشئ ځکه خوله که له اندازې زیاته شې په ورځنیو چارو کې خنډ را منځ ته کوي.

3 COMMENTS

  1. مننه داکتر صاحب رحیم .
    زما یو 8 کلن ماشوم دی چی د شپی لخوا چی وده شی پر مخ ی خوالی را
    زی مشوره راکری سه اوکرم مننه

  2. نوم : احسان الله
    عمر : 21 کاله
    وزن : kg 70
    اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
    داکتر صاحب زما مریضتیا داسی ده چی ما یو کال مخکی د پوزی عملیات وکړل یعنی په پوزه کی می اضافه هډوکی وو او عملیات می وکړل البته دغه عملیات می په قوس میاشت کی وکړ چی بعد له همدغی عملیات څخه په ثور میاشت یوه ستونزه راته پیدا شو چی لاندی می ذکر کړی دی ، نو زه هم نه پوهیږم چی علت یی همدا ده او که بل څه ځکه ما یو دوه میاشتی د سینی او زکام درمل هم استعمال کړل.

    مریضتیا : داکتر صاحب زه ډیر زیات خوله (عرق) کیږم او خوله د سر پوستکی یعنی ویښتانو بیخ ،تندی(پشانی) سترګو لاندی توری حلقې ساحو کی چی عموما د سر او مخ او غاړی ساحی پکی شامل دی راځی.
    خو د سر او غاړی څخه ښکته بدن په اسانه نه خوله کیږی تر څو چی د ګرمی درجه ډیره زیاته نه شی لکه تر 37 درجو چی ورسیږی بیا خوله کوی څو ډیره نه یعنی دسر ښکته بدن څخه شکایت نه لرم.

    او خوله په هغه وخت کی زیات وی کله چی د تودوخی درجه له 28 درجو څخه زیات شی. چی په دی کی هم بیا مختلف حالاتونه دی. 1)اول دا چی کله د تو دوخی درجه له 20 درجو څخه پورته تر 27 درجو وی او کوم فزیکی فعالیت نه کوم نو نه خوله کیږم.

    2)او دوهم حالت داسی ده چی کله د تودوخی درجه له 23 یا 24 درجو پورته شی او یو عادی فزیکی حرکت لکه قدم وهل یا پیاده تګ، په بایسکل مزل کول ، یا ډوډی خوړلو وخت او داسی نور عادی کار ترسره کوم نو خوله را باندی راځی خو په دی حالات کی دومره زیات نه وی.
    خو تر څو چی دغه فعالیت می نه وی بند کړی نو خوله هره دقیقه پاکوم د مخ څخه او بیرته راځی ځینی وخت تر دی خوله دوام پیدا کوی چی لونګ یا لاسی دسمال می لږ لږ لوند شی.

    3) دریم حالت داسی ده چی کله د تودوخی درجه 32 یا له هغی څخه پورته شی نو بغیر له دی چی کوم فزیکی کار ترسره کړم نو خوله راباندی راځی او په دغه حالت کی که کوم فزیکی لږ سخت کار وکړم نو ټول بدن می لمدیږی چی ډیره خوله رانه ځی چی له هغی وروسته ډیر زیات د کمزورتیا احساس کوم.
    او که د سپورت یا ورزش خبره وکړو نو زه ښه ورزش هم کوم لکه اول خو چی پوهنتون ته ځم سهار نو تر دیرش دقیقو مزل یو طرف څخه کوم او بل طرف څخه هم همداسی، او نور داسی کارونه هم کوم.

    او په سرطان او اسد میاشت کی خو بیخی تری په تنګ یمه.
    .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...