Homeخبرونهطالبانو په کندهار او هرات کې د لارینونونو مخه ونیوله

طالبانو په کندهار او هرات کې د لارینونونو مخه ونیوله

تاند (شنبه، د جدي ۳ مه) طالبانو نن په کندهار کې د خپلې هغې پرېکړې خلاف، چې د نجونو د پوهنتوني زده کړو مخه نیسی، د محصلانو د لاریون مخه ډب کړه.

د کندهار د میرویس پوهنتون محصلانو غوښتل چې لاریون وکړي خو طالبانو په پوهنتون کې د سختو امنیتي اقداماتو په وسیله محصلان پرې نه ښودل چې لاریون وکړي.

له بلې خوا نن په هرات کې یو شمېر ښځې د طالباني پالیسیو په اعتراض کې واټونو ته راووتې.

دوی غوښتل چې په هرات کې د طالبانو د والي د دفتر لور ته لاریون وکړي خو وسله والو طالبانو یې مخه ونیوله.

په وروستیو ورځو کې په ننګرهار او تخار کې هم یو شمېر محصلانو د طالبانو د پرېکړې پر ضد اعتراضونه کړي دي.

همداراز یو شمېر محصلانو د نجونو د زده کړو خلاف د طالبانو پر پرېکړه د اعتراض په دود درسي ټولګیو ته له حاضریدو ډډه کړې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...