یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپر له بسې زلزلو د پکتیکا د ګیانې اوسېدونکو ته د سرومال...

پر له بسې زلزلو د پکتیکا د ګیانې اوسېدونکو ته د سرومال تاوانونه واړول

تاند(شنبه، د جدي ۳ مه) نسبتاً شدیدو زلزلو د پکتیکا ولایت په ګیانې ولسوالۍ کې یو وار بیا خلکو ته د سر و مال زیانونه واړول.

لومړني راپورونه وايي، د زلزلې ټکانونه ډیر شدید وو او خلک د بلې زلزلې له ویرې کورونو ته نه ننوځي.

ځايي اوسیدونکي وايي چې یو شمېر کورونه نړېدلي او یو شمېر نور زیانمن شوي دي.

خو تر دې دمه د زلزلې له کبله د مرګ ژوبلو او د ویجاړو شویو کورونود شمېر په اړه کره معلومات نه شته.

نن لومړۍ زلزله د سهار په څلور بجې او ۲۰ دقیقې وشوه او دوهمه د ورځې په ۱۱ بجې او ۴۵ دقیقې وه.

تر دې وړاندې تېر ماښام شاوخوا ۸ بجې هم په دې سیمه کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي وو خو خلک وايي چې سهارنۍ زلزله شدیده وه.

د سږ کال په جون (دوبي) کې هم د پکتیکا په ګیانې او برمل او همداراز د خوست په سپېرې ولسوالیو کې سختې زلزلې شوې وې چې له کبله یې شاوخوا یو نیم زر کسان مړه او زرګونه کورونه ویجاړ شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب