Homeخبرونهد کابل په اسمان کې مشکوکې الوتکې لیدل شوي

د کابل په اسمان کې مشکوکې الوتکې لیدل شوي

تاند(شنبه، د د جدي ۳ مه) له یوې اوږدې مودې وروسته د کابل په اسمان کې بې پېلوټه الوتکې او همداراز نورې مشکوکې الوتکې لیدل شوي دي.

د کابل د احمدشاه بابا مېنې اوسیدونکي وايي چې پرون یې د ښار په دې برخه کې بې پېلوټه الوتکې لیدلي چې لږترلږه دوه ساعته د الوت په حال کې وې.

ځینو نورو ادعا کړې چې بي ۵۲ الوتکې یې هم په داسې حال کې لیدلي چې له شا یې د ورېځو په شان سپینو لوګیو کرښې جوړولې.

دې ډول الوتکو په ۲۰۰۱ م کال د طالبانو د حکومت په پرزولو کې مهم رول درلود.

طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو دوی تر دې پخوا هم د کابل په اسمان کې د بې پېلوټه الوتکو په اړه څه نه دي ویلي چې د کوم هیواد دي.

خپلواکو سرچینو هم په دې اړه تبصره نه ده کړې چې دا الوتکې به د کوم هیواد وي.

د سږ کال په دوبي کې امریکا تایید کړه چې بې پېلوټه الوتکو یې د کابل په شیرپور مېنه کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژلی دی خو پرون القاعده شبکې یوه ویدیو خپره کړه او ادعا یې وکړه چې ظواهري نه دی وژل شوی.

2 COMMENTS

  1. د تیمورشاه دُرانی را وروسته تر نن ورځی پوری د ” کابل ” فضاء او مځکه او ارګ د ” مشکوک ” حالت سره مخامخ ؤ او مخامخ دی ( وولس حق لری چی هر څه ته د شک په سترګه وګوری ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...