جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهایران وايي، د افغان نجونو د زده کړو د ستونزې له حل...

ایران وايي، د افغان نجونو د زده کړو د ستونزې له حل کولو سره مرستې ته تیار دی

تاند (شنیه، د جدي ۳ مه) ایران وايي، د نجونو د پوهنتوني زده کړو د مخنیوي په اړه د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په نتیحه کې د افغان نجونو د زده کړو د ستونزې له هواري سره مرستې ته تیار دی.

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر تر نامعلومې مودې پورې د نجونو پرمخ پوهنتونونه هم بند کړل. دې پرېکړې په هیواد کې دننه او له هیواده دباندې سخت غبرګونونه وپارول.

د ایران د بهرنیوچارو وزارت د لوېدیځې اروپا عمومي ريیس رسول موسوي پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې په تهران کې یې د افغانستان د سفارت له سرپرست عبدالقیوم سلیماني سره د افغانستان په پوهنتونونو کې د نجونو محصلانو د زده کړو د ځنډېدو په اړه خبرې کړي دي.

موسوي لیکلي چې عبدالقیوم سلیماني ته یې ویلي چې ایران حاضر دی چې د افغان نجونو د زده کړو د دوام ستونزه په بیلابیلو طریقو لکه انلاین زده کړو له لارې حل کړي.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو پر مخنیوي خواشیني ښکاره کړې وه او له طالبانو یې غوښتي و چې نجونو ته د زده کړو لار ژر تر ژره هواره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...